The news is by your side.

کرونا پرون راهیسې د اتلسو هېوادوالو ژوند اخیستی او ۱۳۸ نور ترې رغېدلي

خبریال وېبپاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي، کرونا ویروس له تېرې ورځې راهیسې د اتلسو کسانو ژوند اخیستی او په همدې موده کې ۱۳۸ نور کسان ترې رغېدلي دي.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸۴۷ او د بېرته رغېدلو هغه بیا اووه دېرش زره څلور سوه او پنځه اتیا تنو ته ورسېد.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۳۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په دې ویروس د اخته کسانو شمېر اووه څلوېښت زره شپږ سوه او یو څلوېښت ته ورسېد.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا ۱۴۲۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۳۵  يې مثبتې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د کرونا ویروس له لومړۍ څپې سره د حکومت لخوا سمه مبارزه ونه شوه او لسګونه میلیونه افغانۍ د چارواکو جیبونو ته لاړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.