طالبانو پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو یو مشهور قوماندان شهید کړ

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو د پکتیکا د ارګون زون د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عیدمحمد، چې په مملي مشهور و، په شهادت رسولی دی.
پېښه تېره شپه د ارګون ولسوالۍ په پیرکوټي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین دغه پېښه تایید کړه.
ارين وويل، تېره شپه امنيتي ځواکونو غوښتل چې د ارګون ولسوالي د پيرکوټي امنيتي پوستو ته اکمالات وکړي چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.
ارین وايي، چې په دې نښته کې د ارګون زون د نهو ولسواليو د سیمه ییزو پوليسو قوماندان عيد محمد په شهادت رسول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ – ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی مالوم.
عيد محمد اتلس کاله د پوليسو په ليکو کې پاتې شوی و او څو کال يې د ځانګړو ځواکونو له پخواني قوماندان عزيزالله کاروان سره د مرستيال په توګه هم دنده تر سره کړې وه.
محمد په دې ولايت کې يې د سیمه ییزو پوليسو په رامنځته کېدو کې مهم رول درلود.
د ارګون سیمې اوسېدونکي د قومندان عیدمحمد په مرګ خفه دي او وايي چې نوموړی د امنیت د ټينګښت په برخه کې خورا ګټور و.
له څه مودې راهیسې پکتیکا کې یو ځل بیا جګړې زیاتې شوې دي.
تېره ورځ هم د یاد ولایت د برمل ولسوالي په کاريزګي سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوستو ډله ییز بريد کړی و، چې د مسوولینو په خبره دوه پولیس پکې ټپیان و او په متقابل برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.