The news is by your side.

عبدالله عبدالله سياسيون په ځان راټول کړل

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان سياسي فضا وروسته له ډېر وخته د ډاکټر عبدالله عبدالله په رهبرۍ سره متحده شوه، عبدالله عبدالله په دې وتوانېده چې د افغانستان سياسيون په ځان راټول کړي، دا هغه کار و چې په افغانستان کې ورته نن تر هرڅه زيات ضرورت ليدل کېږي.

د چارو څارونکي شننوکي په دې فکر دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله کولي شي د افغانستان پاشېلې سياسي ټولنه سره متحده کړي او د سولې په خبرو کې د يو واحد دریځ څخه خبرې وکړي.

په اوس وخت کې د حکومت او خلکو ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت خرابی شوې دي، داسې چې ولس نور په حکومت خپل باور له لاسه ورکړی دی، نه يوازې دا چې د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکې او باور له منځه تللی د سياسیونو ترمنځ هم اوس باور او اتحاد نشته دی، ولسمشر د سياسيونو په کنټرول کې يا کافي مهارت نه درلود او يا يې هم د خپل مهارت څخه پخپله کار وانخیست.

روانې بې امنيتۍ د خلکو باور ختم کړی
په افغانستان کې عمومي بې امنيتي د وخت نه روانه ده، که څه هم د ولسمشر غني په وخت کې زياته شوه خو اصلي سبب چې خلک د حکومت څخه ډېر لرې شوي په کابل کې نا امني، سيستماتيکې جنايي پېښې ددې سبب شوې چې ولس د حکومت څخه نوره هم فاصله ونيسئ.

سياسي قمار
په سياسی ټولنه کې يوه ستونزه داده چې ژر ژر صف بدلوي، ولسمشر پخپله همداسې دی، پرونی دوست يې دښمن اعلان کړی وي او دښمن یې دوست اعلان کړی وي.

عبدالله سياسي مهارت لري
عبدالله عبدالله دا مهارت لري چې افغان سياسيون په یوه مېز سره کېنوي، د يوه پاخه سياستوال په حيث عبدالله کولي شي چې د افغان سياسیونو سره جوړجاړی وکړي، عبدلله د ماشومانو غوندې په سياست کې ضد نه پالي، بلکې خپلو پخوانيو رقيبانو ته هم ورځي او په ښکاره ورسره خپله خبره مطرح کوي.

ولې ارګ دا ابتکار ونکړ
ډېری شننوکي په ارګ نیوکه کوي چې بايد د سياسیونو راټولولو او متحد کولو کې برخه اخيستې وی، خو له بده مرغه ارګ ان د غونډې په وروستي تشکيل او جوړښت کې هم مداخله وکړه او نه یې‌ غوښتل ځينې پاکستان ضد او ملي اشخاص په دې شورا کې برخه واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.