The news is by your side.

خوست کې د اوبو نهه نوي بندونه جوړېږي

خبریال وېبپاڼه/ چارواکي وايي، د خوست په مرکز او ۵ ولسوالیو کې د ۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۹ نوي بندونه جوړېږي.
د خوست ولایت مقام لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بندونه د خوست په مرکز او پنځو ولسوالیو تڼیو، ځاځي میدان، ګربزو، باک او اسماعیل خېل او مندوزیو کې جوړېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، د اوبو د یادو بندونو د جوړولو کار د خوست د مرکز اړوند د څړبني پر خوړ د یو ذخیروي بند د بنسټ ډبرې په کېښودو پیل شو، چې اته میاشتې به دوام ولري.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې بندونو په جوړولو چې د اوبو د چارو د تنظیم اداره ۹۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کوي، ۶لکه ۱۶۵۰۰ متر مکعب اوبه ذخیره شي.
چارواکو ویلي، چې د دې چیک ډمونو په جوړېدو سره به د سیلابونو سرعت راکم شي، زیرزمیني اوبه به تقویه او د ګل څخه به راپورته شي.

دوی وايي، د دغو چیک ډمونو د جوړېدو پر مهال به ۵۰۰ کسانو ته کار پیدا شي، چې په بشپړېدو سره به یې ۱۱ زره کورنۍ ګټه ځني پورته کړي.
د خوست اوسیدونکي هم د دې چیک ډمونو په جوړېدو خوښي ښودلې او ویلي یې ديو چې د کلونو- کلونو غوښتنو وروسته په دې ولایت کې د اوبو د بندونو د جوړولو کارونه پیلېږي.
د خوست په ډېریو سیمو کې يې خوړونه او سیلابونه راوځي، چې نه یوازې کرنیزې ځمکې ورسره تخریبېږي، بلکې د خلکو کورونو او څارویو ته هم زیان رسوي، چې د اوبو بندونو په جوړېدو سره به دغه ستونزه تر ډېره پورې حل شي.

دغه ولایت د افغانستان په سهیل ختیځ کې د مرکز کابل څخه د ۲۲۵ کیلومترو په واټن پروت یو سرحدي ولایت دی چې له پاکستان سره ۱۸۴ کیلومتره ګډه پوله لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.