The news is by your side.

طالبان وايي، امریکایانو د هوکړې خلاف هلمند کې زموږ جنګیالي وژلي

خبریال وېبپاڼه/ وسله وال طالبان وایي امریکایي ځواکونو د دوحې هوکړې خلاف د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د دوی پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، دغه بریدونه د امریکايي ځواکونو لخوا د دوی پر مرکزونو او عامو خلکو ترسره شوي دي، چې پکې اتلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو ویلي چې د امریکايي ځواکونو دغه ډول بریدونه به د طالبانو غبرګون له ځان سره ولري او د دوام په صورت کې به وضعیت لا ترینګلی کړي.

امریکایي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی و، چې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکي دي او په هغه صورت کې به د برید اقدام کوي چې طالبان د دوحې هوکړې کوم مورد نقض کړي.

بل خوا افغان حکومت وایي چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او دا هوکړه یې په ځلونو نقض کړې ده.

 طالبانو او امریکا د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر او د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د کوم بل اتحادي پر ضد نه کارول، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو تضمین، افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره د طالبانو حاضرېدل او په بین الافغاني مذاکراتو کې بشپړ او دایمي اوربند د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون مهم ټکي دي.

بل خوا تازه طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو پر کړنلاره سره شوي او معلومه نه ده، خو معلومه نه ده چې دغه خبرې به څومره وخت ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.