The news is by your side.

غني طالبانو ته؛ له اوربند مه ډارېږﺉ!

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي روغې جوړې عالي شورا په پرانیست غونډې کې د وینا پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې دا ځل به ورسره جدي مذاکرات کوي، دوی اوربند ته تیار دي او طالبان دې له اوربند نه ډاریږي.

غني وایي، د سولې لپاره یې حکومت سختې پرېکړې وکړې او که اړتیا پېښه شوه د سولې لپاره به له نورو سختو پرېکړو هم درېغ ونه کړي.

نوموړي ده هم یاده کړه، چې له ایران او پاکستان سره به په واضح ډول خبرې وکړي، دا چې افغانستان نه دوامداره دوښمن لري او نه دوامداره توست، خو یو څه چې ډېرې مهمې دي هغه دوامداره ګټې دي.

غني طالبانو ته په اشاره وویل، جګړه ګټوونکی نه لري او د سولې ګټوونکی افغان ولس دی، افغانانو تاسې د ټولنې د یو واقعیت په توګه درک کړي یاست او تاسې هم باید د دې ټولنې واقعیتونه وپېژنﺉ او درک کړﺉ.

نن د ملي پخلاینې عالي شورا پرانیست غونډه وه، د دې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې پر سولې او یووالي ټینګار وکړ.

عبدالله عبدالله وایي، په اوسني فرصت او حساس تاریخي پړاو کې سولې ته د رسېدو لپاره زموږ ملي اجماع او ملي یووالی ډېر اړین دی، زموږ د ټول شموله ذهنیت او عمل سره دا ملي یووالي تأمینېدلی شي.

نوموړی وایي، د سولې په لار کې زموږ ډېرو خلکو قرباني ورکړې، افغانان اوربند او سوله غواړي، موږ باید پر داسې نقشې کار وکړو، چې باید کوم ګامونه ورته پورته کړو او تر کوم حد د سولې لپاره د قربانۍ او یو بل منلو روحیې ته تیار یوو څو د افغانانو د حق او رښتیې غوښتنې ته ځواب وایوو.

ډاکټر عبدالله دا راز وویل، چې که څه هم د حمکتیار په ګډون یو شمېر نورو سیاسیونو په نننۍ غونډه کې برخه نه ده اخیستي، خو له هغوی سره د تېرو ورځو لیدنو کې یې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې د سولې له پروسې به بشپړ ملاتړ کوي.

اوس مهال د افغانستان سیاسي حالت له حساس پړاو سره مخ دی، د طالبانو سره یو ځل بیا د مذهکراتو خبره را ګرمه شوې او د سولې د خبرو آجنډا ټاکلو لپاره چې اوربند به هم په کې اساسي شرط وي بحثونه روان دي، افغانستان دا مهال له یو نا معلوم برخلیک سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.