نړۍوال افغانستان کې اوربند غواړي؛ حکمتیار د موقت حکومت چیغې وهي

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبباڼه/ وروسته له هغه چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغاني لوري او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو پر طرزالعمل هوکړه وشوه، ګڼو هېوادونو د دغه اقدام هرکلی وکړ او تمه یې وښوده چې نور به په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول او افغان وژنه ودرول شي.

امریکا، المان، اندونیزیا، ناروې، ازبکستان او قطر  هغه هېوادونه دي چې تر نورو مخکې یې د یادې هوکړې پر کېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې ښکېل اړخونه باید ژر تر ژره اوربند وکړي، تر څو په دې هېواد کې، چې له لسیزو راهیسې د جهاد په نوم د ناولیو جګړو اور پکې بل دی، د بې ګناه انسانانو د وینو د بهېدو لړۍ ودرېږي.

دا چې یاد هېوادونه د پردې تر شا څه نیت لري، هغه جلا مسله ده، خو حداقل د اوربند غږ اوچتول د جګړې پر ښکېلو اړخونو څه ناڅه اغېز کوي، چې نور باید یو بل ته د ټوپک پر ژبه ځواب ورنه کړي.

حکمتیار څه وايي؟

حکمتیار د دې پر ځای چې د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی وکړي او خوښي وښيي، برعکس یې یو ځل بیا د موقت حکومت چیغه وکړه او وایي، چې که موقت حکومت رامنځته نه شي افغانان برباد دي او د سولې پروسه نه شي مدیریت کېدی.

حقیقت دا دی، چې جګړه مار حکمتیار د پاکستان د ای‌اېس‌ای په اشاره غږېږي او ای‌اېس‌ای د افغانانو دښمن، د سولې دښمن دی، د افغانستان د پرمختګ دښمن، د دې وطن د اوبو غل او پر دې خاروه د هرې بدبختۍ یوازېنی عامل دی.

هر کله چې د دې ناولې جګړې پای ته لږه هیله مندي پیدا شوې، مفسد پاکستان په مستقم او غیرمستقیم ډول لغته پکې وهلې، چې د حکمتیار لخوا د سولې ضد وروستۍ غږ هم د دې ډول کړنو یوه نمونه ده.

حکمتیار دې ته نه ګوري، چې دلته هره ورځ لسګونه میندې کونډېږي، افغانه مور د اولاد په مرګ بوره کېږي، اولادونه یتیمان کېږي، وطن ورانیږي، ښوونځي نړېږي، پلونه او لویې لارې په بمونو الوځول کېږي، روغتونونه نړېږي، عامه شتمنۍ چور کېږي، د وطن ابادۍ مخه نیول کېږی او په یو ډول له افغانانو د ښه ژوند کولو حق اخیستل کېږي، برعکس د خپل بادار غوښتنو ته انعکاس ورکوي.

پکار خو دا وه چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ان عامو افغانانو دوحه کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ شوې هوکړه نمانځلې وای، د خوښۍ جشن یې نیولای وای، ځکه له تېرو شلو کلونو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ لومړنی لاسلیک شوی سند دی، چې ښايي د لسیزو ناولیو جګړو ته پای کېږي.

د سولې لپاره د واحدې اجماع نشتون

د سولې لپاره د یوې واحدې او ملي اجماع نشتون دا ډول ستونزې پېښې کړې دي. اکثریت سیاسي ګوندونو، اشخاصو، مدني نهادونو او دولتي چارواکو ته خپله او یا د بادار ګټه مهمه ده، هغه که په سوله کې وي او يا په جنګ کې، ځکه دوی پردي پال دي، خرڅ شوي او د جنګ زیان دوی نه ویني، د جګړې قیمت یوازې بې وسلې او بې دفاع افغانان پرې کوي.

څه باید وشي؟

که طالب او افغان حکومت رښتیا د سولې نیت لري، نور باید د حکمتیار په شمول هغه کسان سخت وځپي، چې د پردیو په اشاره د خپلو ګټو لپاره د سولې مخنیوی کوي. قرباني ورکړي، انعطاف وښيي، که ممکنه وي نوی حکومتي جوړښت دې رامنځته شي او په یو ډول باید سوله راشي، ځکه سوله د ډېری افغانانو د کلونو هیله ده او په دې سره به د ژوند یو نوی پړاو پیلوي، داسې پړاو چې د نورو ملکونو په شان هره سهار د چاودنو پر ځای د وطن د ابادۍ په جشن پیل کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More