The news is by your side.

چین ویلي افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنایتونه وڅېړل سي

خبریال ویبپاڼه/ د هغه انځور له نشر وروسته چې  یو اسټرالیايي سرتیري د یو افغان ماشوم پر غاړه په وینو ککړه چاړه ایښي د چین د بهرنیو چارو وزیر له لوري خپور سو د چین او اسټرالیا هېواد ترمنځ نندارۍ رامنځ ته کړي

اوس تازه د چین هېواد له لوري ویل سوي  چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له لوري د ترسره سویو جنایتونو څیړنه وسي د چین هېواد په ښکاره توګه د اسټرالیايي ځواکونو د تر سویو جنایتونو په هکله ویلي او په دې هکله یې د څېړنوکولو غوښتنه کړې

په ملګرو ملتونو کې د چین هېواد استازي ژانګ جون  ویلي چې د اسټراليايي ځواکونو جنایتونه په افغانستان کې ټکان ورکوونکي دي او له پامه باید ونه غورځول سي

د هغه په وینا د جرمونو نړیواله محکمه او ملګري ملتونه باید ټول ترسره سوې جنایتونه چې ترهګرو ډلو  او بهرنیو ځواکونونه  ترسره کړي وڅیړي هغه د چوپ پاتي کیدلو نه دي ویلي.

تر دې وړاندې  د اسټرالیايي ځواکونو ۳۹ هغه دوسیې  چې  خپله د اسټرلیا دولت ومنلې د څیړنو  خبر ورکړ او د دې هېواد لومړي وزیر په دې هکله له افغانانو بخښنه هم وغوښته

یوه امریکايي سرتیري ویلي چې زموږ په الوتکه کې یوازي د ۱۲ نفرو ځایو کله چې موږ اسټرالیايي ځواکونه پورته کول نو د هغوی شمېر د زندانیانو سره ۱۳ نفره چې وروسته له هغه اسټرالیايي ځواکونو یو جنګي اسیر وواژه

له هغه وروسته چې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري سوي جنایتونه ښکاره سول په افغانستان کې د میشتو ټولو ځواوکونو په هکله شکونه راپورته سول چې دوی به ټولو ورته جنایتونه ترسره کړي وي

تراوسه پوري اسټرالیا هېواد یوازي هغه سرتیري او افسران چې په دې جنایتونو تور دي له دندو لیري کړي او بخښنه غوښتل سوې خو نړیواله محکمه او یو شمېر هېوادونو د دې  جنایتونو د سم څیړلو او عاملینو ته د سزا ورکولو خبره کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.