The news is by your side.

د کراچۍ غوندې لويي جلسې د خپلواکۍ پر لور ګام

د میرانشا او چمن له جلسې وروسته پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په کراچۍ ښار کې لویه غونډه جوړه او د دې هېواد له دې ښاره يې هم د انقلاب ازادۍ او یوالي ږغ پورته کړ.

دې  غونډې ته د پښتنو مشرانو ښکاره وویل چې پنجاب او دولت يې زموږ دښمن دی او موږ هغه باید وپیژنو دوی وویل چې  پښتانه اوس د بل پښتانه په ږغ ویښیږي او د خپل مظلومیت او حق دعوه کوي.

اوس پاکستان کې د پښتنو حالت څنګه دی؟

پاکستانی ریاست دا کوښښ کوي چې تل پښتانه ترخپل تسلط لاندې وساتي او چاته داسې اجازه ورنکړي چې د دوی د ظلمونو او ناچاره کړنو په هکله خپل ږغ پورته کړي  کله چې به پخوا کوم پښتون په فردي شکل سره پیدا سو او خپل ږغ به یې پورته کړ نو  دوی زنداني او ان تری تم کړ به سو او له کلونو کلونو وروسته به دا مالومات وسول چې نوموړی شهیدل کړل سوی.

خو څومره چې پښتانه هغه وخت زوریدل ټکیدل او ویره یې درلوده اوس هغه سې نه ده، ځکه اوس لکونه پښتانه یوازي د منظور، داوړ او وزیر په یوه ږغ راټولیږي او د خپل حق ژوند، او حقوقو پوښتنه کوي اوس لس کلونه وړاندې پښتانه نه دي هغوی غواړي چې یو لوی انقلاب رامنځ ته او د پاکستان ریاست ته چلنج ورکړي.

له داسې جلسو پاکستان په ویره کې دی؟

پاکستان له هر هغه ږغه چې د دوی د ناروا کړنو پر ضد لوړیږي او مخنیوی یې کوي خورا ویره لري دوی څو ځله داسې جلسو تللو ته د منظور پښتین او نورو مشرانو مخه نیولې، ان هغوی یې زنداني کړي خو مشرانو د دوی اتکړۍ به خندا سره لاس ته اچولې او دايې د خپل قام د لا ويښتیا سبب ګڼلی او بې غمه په زندان کې کښېنستلی خو  د پاکستان مکارو پلانونو ته وګورئ هغوی يې ځکه بیرته خوشي کړي چې د پښتون ورک ږغ پورته نسي خو دوی دي بې غمه اوسي اوس د پښتین په مشرۍ میندي خویندي پلرونه او ورووڼه را ټول سوي او د پاکستاني استبدادي ریاست او ددوی د کړنو دغندنې او مخنیوي لپاره راټولیږي او د یوه سوله ییزسټېجه خپل ږغ تر نړیوالو رسوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ولې دومره بریالی دی؟

تاسو پوهیږئ چې حق د لوی خدای ج له نومونو څخه یو نوم او یو مقعوله هم وایي چې حق ورکول کیږي نه اخیستل کیږي له تیرو څو کلونو پاکستانی ریاست د مظلومو پښتو حقوق او د ژوند ټولې اسانتیاوي اخیستې کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته کیږي نو ټول هغه مظلوم او بېوزله پښتانه چې دې  بې رحمه ریاست  ځپلې خپل ږغ له دوی سره بدرګه کوي او یو پیاوړی ادرس ترېنه جوړسو.

پي ټي ام ځکه بریالی دی چې د مظلوم ږغ دی او له زورو څخه د مظلوم د حق اخیتسلو ږغ د پښتون ژغورنې غورځنګ چې هره غونډه ترسره کوي لکونه پښتانه پکښي ګډون کوي هغوی ټول ځپل سوي او یاهم د خپل مظلوم  قام په غم غمجن دي او غواړي نور د ډیرو ظلمونو په وړاندې ودریږي.

یوازي پښتانه له پنجابي ریاست سره په جنجال دي؟

پاکستان کې یوازي پښتانه نه دي چې د پڼجاب د ظلمونو له امله زوریږي دلته میشت پلوڅان ان وسلوالې مبارزې ته مجبوره سوي د هغوی قام هم د پنجابي ریاست له ظلمونو خولې ته راغلي څو ځله یې په سوله ییزه توګه دخپلو حفونو غوښټنې وکړې خو په بدل کې يې یوازي د نه ځواب او د خپل قام زوریدل ولیدل نو ځکه يې خپله وسلواله مبارزه  پیل کړه هغوی هم له پنجابي ریاسته ازادي غواړي او نور وخت نه ورکوي  چې د پاکستان دولت دي خپلو ناروا موخو ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance