The news is by your side.

په هند کې مرګونې ناروغۍ خپره شوې

خبریال وېبپاڼه/ د هند په سوېلي ایالت اندراپردېش کې یوه مرګونې ناروغۍ خپره شوې او تر اوسه یې ۱۴۰ کسان وژلي دي.

د راپورونو له مخې، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغې ناپېژاندې ناروغۍ له امله ۲۲۷ نور کسان روغتون کې بستر شوي دي او یو تن مړ شوی دی.

دا ناروغي په لومړي ځل د اندرا پردېش ایالت په ایلورو ښار کې پیدا شوې او ډاکټران وايي، نښې یې کانګې او بې هوشي ده.

د اندرا پردېش ایالت د روغتیا وزیر الا کالي کریشنا سرینیویس وايي، په دې ناروغۍ د اخته کسانو کورونا هم معاینه شوې، خو دا وېروس نه لري او ښيي چې دا ناروغي ویروسي نه ده.

هندي رسنۍ وايي، تر درملنې وروسته اوه کسان رخصت شوي، خو لا هم په لسګونو نور په روغتون کې بستر دی.

ځايي چارواکو چې د ناروغۍ سیمه لیدلې، ویلي یې دي چې ښايي دا ناروغي د هوا ککړتیا له امله پېښه شوې وي.

دا په داسې مهال په هند کې د مرګونې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکول کېږي، چې دغه هېواد له امریکا وروسته په نړۍ کې د کرونا وبا له امله ډېر ځپل شوی او لا هم له دې وبا سره لاس او ګرېوان دی.

اندراپردېش، چې تازه پکې نوې مرګونې ناروغۍ خپره شوې، په هند کې د کرونا له امله هم ډېرو ځپل شویو ایالتونو کې دی او تر اتو لکو د ډېر کسان په کرونا ناروغۍ پکې اخته شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.