The news is by your side.

عبدالله د نبيل ليدنې ته ورغی، غني یې شيندي عبدالله یې ټولوي

 خبريال وېبپاڼه/ پرون په کابل کې د ملي پخلاينې د شورا لومړۍ غونډه وه چې پکې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم دعوت شوی و، خو ولسمشر غني په وروستۍ دقيقه کې د نبيل مخالفت وکړ.

رحمت الله نبیل په هېواد کې يو د ملي اشخاصو څخه دی، هغه وخت نا وخته د پاکستان دسيسې افشا کړې دي او د پاکستان ضد دريځ ددې سبب شوی چې پاکستان د هغه په وړاندې په افغانستان کې خپل ټول کسان کوم چې د حکومت دننه دي او کوم بیرون دي وکاروي.

ددې ډول یو شخصيت ددعوت کېدو وروسته ډېری افغانانو ولسمشر غني ته د انتقاد ګوته ونیوه او ددې وضاحت یې وغوښت چې ولې د پاکستان ضد ترټولو لوی شخص دې غونډې پرېنښودل شو.

عبدالله عبدالله سياسيون متحد کوي
يوې خبرې ته بايد پام وکړو، هر څوک د هغه څه د ښه کولو او هغه سره د اداره کولو وس لري چې په لاس کې وي، کېدی شي ډېری افغانان نور د خپلو سياسي مشرانو څخه کاملاً ستړي وي، خو ښه يا بد په اوس وخت کې پکار ده د افغانستان په سياسي مسلو کې دخيل چارواکي متحد شي.

دا کار ولسمشر غني نه يوازې چې ترسره نه کړ بلکې لا یې هم د ګډوډی لور ته یووړ، اوس تازه چې د ملي پخلاينې عالي شورا په خپل کار پيل وکړ نو دې کار ته یې مټې رابډوهلې، عبدلله عبدالله همدا د رحمت الله نبیل سره وليدل او په دې خپله خواشيني څرګنده کړه چې ولسمشر د پخلاينې د عالي شورا په غونډه کې د هغه د ګډون مخنیوی وکړ.

د ځمکې سياست
په افغانستان کې بايد د ځمکنيو واقعیتونو مطابق سياست وشي، له بده مرغه ولسمشر غني فکر کوي چې افغانان دده د صنف شاګردان دي او دی کولی شي هره غوسه ورباندې وکړی او زړه سور کړي.

دا د افغانستان د ځمکني واقعیت سره په ټکر کې خبر ده، تر هغه چې ټول افغان سياسيون په يوه مېز سره کېنني نو هر ډول سوله به شاته یو درز ولري، ډاکټر عبدالله عبدالله ددې توان مهارت او حوصله لري چې افغان سياسيون سره راټول او متحد کړي، د طالبانو په وړاندې د افغان سياسیونو اتفاق کولی شي د حکومت او نظام اړخ غښتلی کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.