The news is by your side.

ولسي جرګه وايي چې د نور زندانیان خوشي سولې ته ګټه نه رسوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسي جرګې د امریکا سفارت د شارزدافیر د هغه څرګندونو په هکله غبرګون ښودلی چې نور طالب بندیان دي خوشي کړي

د افغانستان ولسي جرګې ویلي تر دې وړاندې د سولې او اوربند لپاره د طالبانو پنځه زره زندانیان خوشي سول خو کومه ګټه يې ونکړه او څومره چې تمه وه چې تاوتریخوالی کم سي جګړه ختمه سي نوره هم ډیره سوه

د افغانستان د ولسي جرګې غړو ویلي د طالبانو نور زندانیانو خوشی کول نه یوازي چې  سوله نسي راوستلی بلکي حالت بیرته د خرابۍ لورته بیايي

دوی د شارژدافیر راس ویلسن وروستۍ څرګندونې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې د ولسي جرګې غړي له اوربند او سولې پرته د نورو طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت کوي.

د امریکا د سفارت شارزدا فیر راس ویلسن ویلي چې وسلوال طالبان به په راتلوونکې د ۷ زره نور زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه وکړي د نوموړي په خبره چې د اوه زره زندانیان خوشي کول هم د دوحې د هوکړې یوه برخه ده او باید عملي سي

د افغان سولې لپاره په وروستیو کې د زیاتو پرمختګونو خبره کیږي خو تراوسه په عملي ډول تراوسه د جګړې ډګر کې کوم کمبود نه محسوسیږي.

د افغان جګړې ختمولو لپاره هڅې روانې دي خو روان حالت ته په کتلو سره اوس ولس پر دې پروسه خورا بې باوره سوی د سولې لپاره د بین لافغاني خبرو د پیل درشل او د امریکا د نوي ولسمشرد کاري دورې پیل هغه ننګونې دي چې د سولې پروسه به نوره هم پیچلې کړي.

ځکه د ټرمپ په دوره کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ښايي د بیا کتنې ته وړ سي ځکه ټرمپ د افغانستان په هکله ځینې داسې پریکړې کړې دي چې د امریکا په کور دننه هم له مخالفتونو سره مخ سوې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.