ولسي جرګه وايي، که نور طالب بندیان خوشي شي، جګړه زیاتېږي
خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په کابل کې د امریکا سفارت وویل، چې وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځو کې له دوی د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، ولسي جرګې ویلي، چې د طالب بندیانو خوشي کول جګړه نوره هم زیاتوي.
د ولسي جرګې غړو په کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
د ولسي جرګې غړیو ویلي، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړي چې په هېواد کې یې پر روان وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو هېڅ راز اغېز مثبت نه دی کړی.
دوی زیاتوي، له منطعي دلایلو پرته د طالبانو د زندانیانو خوشي کول نه یوازې دا چې سوله نه شي راوستلی بلکې د وضعیت د لا ترینګلتیا او کړکېچ لامل کېږي او جګړه نوره هم زیاتېږي.
دوی د شارژدافیر راس ویلسن وروستۍ څرګندونې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې د ولسي جرګې غړي له اوربند او سولې پرته د نورو طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت کوي.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځو کې د خپلو اوو زرو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.
هغه ټينګار کړی و چې دا د دوحې هوکړې برخه ده او هوکړه باید عملي کړل شي.
افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ولسمشرغني دوه ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل او اوس د طالبانو وار دی چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.
غني ویلي و چې د یادو طالب بندیانو خوشي کول د سولې لپاره نیک ګام و او پرې پښيمانه نه دی.
خو وسله والو طالبانو د خپلو پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو سره ـ سره جګړې ته دوام ورکړی او د خوشي شویو بندیانو تر نیمايي ډېر برخه بېرته د جګړو ډګر ته ستانه شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.