طالبانو د سولې په لار کې له شته خنډونو پرده پورته کړه
خبریال وېبپاڼه/ په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر د سولې په اړه کې له شته خنډونو پرده پورته کړه او ویلي یې دي چې درې عمده مسایلو سولې ته د رسېدو لار اوږده کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی د اووه زره پاتې بندیانو خوشي کول، د سولې ضد د منفي تبلیغات او له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل د سولې بهر پر وړاندې عمده خنډونه دي.
نوموړي ویلي، چې طالبان سولې ته ژمن دي او د ټولو افغانانو په ګډون اسلامي نظام غواړي، خو پورته یاد شوي درې شرطونه یې باید پوره کړل شي.
ملا برادر زیاته کړې، لا هم د دوی زرګونه زندانیان په بند کې پاتې دي چې په کار و د دوحې تړون له مخې وړاندې ازاد شوي وای.
نوموړي غوښتنه کړې چې دا بندیان د سولې او د دواړو خواوو ترمنځ واټن راکمولو لپاره ازاد کړل شي.
هغه د افغان دولت پر ځینو مشرانو تور لګولی چې د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او دا هم د ده په وینا د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.
د اووه زره طالب بندیانو خوشي کول
ېره اونۍ افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي وو چې طالبان په نژدې راتلونکي کې د خپلو اوو زرو زندانیانو د خوشي کېدو تمه لري.
خو د ولسي جرګې په غونډه کې د سولې له یوه تړون او اوربند وړاندې د نورو طالب زندانیانو له خوشي کولو سره مخالفت وشو.
ناټو څه وايي؟
د ناټو سازمان د سیاسي پریکړو کمېسون په یوه اعلامیه کې تاوتریخوالی او په تېره هغه چې طالبان یې کوي، د سولې پر وړاندې خنډ بللی او باید ودرول شي.
دې اعلامیه کې د سولې برخه کې د پرمختګونو هرکلی شوی او د تاوتریخوالي پر سملاسي کموالي، دایمي اوربند او د سیاسي هواري پر لار نقشې ټینګار شوی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.