The news is by your side.

طالبانو د ارزګان دهراوود کې د جګړې اور تازه کړی

په ارزګان کې یوه امنیتي سرچینه وايي، دهرادوود ولسوالۍ یو ځل بیا د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

سرچینې  ته خبریال وېبپاڼې ته وویل، چي وسله والو طالبانو پرون راهیسي یو ځل بیا پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل، چي په ترڅ کي یې یاده ولسوالۍ بیا ونیول سوه.

دغه ولسوالۍ دوې ورځې وړاندې له کابل څخه تللو امنیتي کمانډو ځواکونو نیولې وه، خو د تېرې شپې راهیسې هلته بیا جګړه ونښته او سقوط شوه.

ځايي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو د قوي او ډله ییزې حملې پر مهال امنیتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړل.

سرچينه وايي، امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له بازار څخه لیري په لبلان سیمه کې د ملي اردو کمپ ته تللي او هلته مقاومت کوي.

بل خوا د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې وسله وال طالبان یو وار بیا د دهراوود ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او جګړه روانه ده، خو د ولسوالۍ د سقوط خبره نه مني.

د والي ویاند احمد شاه ساحل ویلي، په جګړه کې د ملي اردو دوه سرتېري او درې پولیس ټپیان شوي.

هغه ټينګار وکړ، چې دولتي ودانۍ د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

په سیمه کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو قومندان کبیر خان ویلي چې افغان پوځیانو ۱۵ طالبان وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance