The news is by your side.

د خبريالانو د قاتلينو تر شا د چا لاس دی؟

د خبريالانو د قاتلينو تر شا د چا لاس دی؟

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې د بل هرڅه په نسبت د خبريالانو وژنې زياتې شوې دي، په تېره اونۍ کې دوه خبريالان نور په شهادت ورسيدل، تر دې وړاندې هم بل خبريال په هلمند ولايت کې د يوه چسپکي ماين ښکار شو او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

په تېره اونۍ کې د انعکاس تلويزيون خبرياله ملالۍ میوند د يوه هدفي بريد ښکار شوه، ملالې په انعکاس تلویزیون کې ګردي مېزونه چلول او په دې وروستيو کې یې د ننګرهار د بد امنيتۍ له کبله ددې ولايت يو لوړ پوړی امنيتي چارواکی سخت وننګاوه.

ملالې د ننګرهار ولايت يو امنيتي چارواکی وروسته له هغه د بې ځوابۍ سره مخ کړ چې کله يې د ننګرهار ولايت د هدفي وژنو په هکله ورڅخه پوښتنې وکړې، ملالې په ډېر جرت د امنيتي مسول څخه وپوښتل چې تاسې څه کوی، په ښار کې يو سړی يوه ښځه په رڼا ورځ په ډزو ویشتل کېږي، نو ستاسې کار څه دی، لومړی دا چې دا کس يې ستاسې څخه ولې وواژه داهم دا چې ولې مجرم نه نیسي، په رڼا ورځ ددومره پوځ او امکاناتو سره دا کس ستاسې څخه څنګه ورکېږي.

دا د ملالۍ وروستۍ برنامه وه لکه څنګه چې یې پوښتلي و په همغه ډول په رڼا ورځ دا‌هم وويشتل شوه او سړی وتښتېد، خو د ننګرهار ولايت والي وويل چې دوی د ملالۍ قاتل ونیوه.

اوس تازه د اريانا تلويزيون د ګرديو مېزونو يو خبريال وژل شوی دی، فردین امیني لومړی تښتول شوی او بيا په شهادت رسېدلی دی، امنيتي سرچينو فوراً دا خبر خپور کړ چې امیني ځان وژنه کړې خو کورنۍ يې وايي چې اميني ددوی سره تماس نيولی و او ويل یې چې تښتول شوی دی او پوليس ورسره دي.

تر قاتلينو يې څښتنان مهم دي
له بده مرغه د خبريالانو دا لومړی ورځ نه ده چې وژل کېږي، حکومت د ځينې خبريالانو د قاتلينو د نيولو اعلان هم وکړي، خو خبريال وژنه بيا هم دوام کوي، دا موږ ته څه په ګوته کوي؟ په افغانستان غوندې بې نظمه بې قانونه هېواد کې قاتل پيدا کول ګرانه خبره نه ده، دلته حکومت دومره بې کفایته بې مسولیته دی چې خپلو خلکو ته لمړۍ ډوډئ يو کار خو هسې هم نشي پيدا کولی بلکې هغه پردي هېوادونه چې یې د خيرات لپاره راولېږي هغه هم دوی چور کړي.

په افغانستان کې د قاتل پيدا کول او نوي قاتلين پيدا کول ګران کار نه دی، خبره دلته مهمه کېږي چې ددې قاتلينو تر شاه څوک ولاړ دي، موږ وينو چې يو کوچنی مفسد ونيول شي سبا د يو لوی مفسد په واسطه چې په حکومت کې ځای لري خوشي شي، همداسې دا قاتلین هم شاته کسان لري.

دا قاتلين تر شا د مافیا ملاتړ لري، مافيا واله بيا د حکومت يوه لويه برخه ده، موږ په ښکاره وينو چې په دې حکومت کې ترټولو ډېر قاتل، تر ټولو ډېر مفسد ترټولو زياته ونډه او ځاي لري، که يو کس لوی مفسد وي لويه دنده او ونډه لري او که کوچنی کوچنۍ ونډه او دنده لري، ددې قاتلينو تر شا د همغه کړيو لاس دی چې په حکومت کې د واک او ځواک خاوندان دي.

خبريالان چې کله په د هغو حکومتي چارواکو څخه داسې پوښتنې وکړي چې ډب يې ددوی بادارانو ته ورځي نو دوی بيا همغه خبريال ته د ژوند حق نه ورکوي او سبا بله ورځ یې په يوه دسیسه کې له منځه وړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.