The news is by your side.

زابل کې پنځه ښوونځۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې

خبریال ویبپاڼه/ د زابل شاجوی، شهري صفا او سیوري ولسوالیو کې پنځه ښوونځۍ له جوړیدلو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې چې  د سیمې  سلګونه زده کوونکو ته به د ښې زده کړې زمینه برابره کړي

د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مالوماتو له مخې چې دغه ښوونځۍ د اقرا پروګرام په مټ جوړې سوې چې پکښي ۱۲،۸،۶ او ۴ ټولګه ییزې ودانۍ شاملي دي په وړاندې سویو مالوماتو کې راغلې چې دا ښوونځۍ عصري تشنابونه او د څښاک اوبو معیاري سیسټم هم لري

د زابل د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مسول استاد منیر احمد وویل چې په نورو ولسوالیو کې هم ګڼې نورې ښوونځۍ تر کار لاندې لري چې په نژدې راتلوونکي کې به یې کارونه بشپړې کړي.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وویل چې د دې ښوونځیو په جوړولو سره د سیمې سلګونه ماشومانو ته چې وړاندې يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې ترسره کولې د ښې زده کړې زمینه برابره سوه.

د هغه په وینا چې اوس مهال د تدریس د کفیت او بهبود لپاره زیار باسي همداشان په ټول زابل کې د ښوونځیو دروازې د ماشومانو پرمخ خلاصي دي د ده په وینا د خاک افغان په ګډون د زابل په ټولو ولسوالیو کې ماشومان ښوونځیو ته ځي او هلته زده کړې کوي.

د ولسي تړون پروګرام مسؤلین وايي د دې ترڅنګ چې زابل کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي د اوبو لګولو، برېښنا استنادي دیوالانو او کوچیانو برخه کې هم سلګونه نورې پروژې لري چې اوس يې کارونه روان دي.

دوی وايي چې دا خدمات د اوس لپاره د مرکز کلات او شهري صفا ولسوالیو ته وړاندې کوي او ډیر ژر به نورو ولسوالیو ته هم خپلې پروژې وغځوي ترڅو هلته هم خلک له لومړیو اسانتیاوو، برخمن سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance