بشر حقونو کمېسیون: شمال کې د ښځو مرموزې وژنې زیاتې شوي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، شمالي ولایتونو کې د ښځو مرموزۍ وژنې او د نجونو اجباري ودونو پېښې زیاتې شوي دي.
شمال کې د یاد کمېسیون سیمه اییز مرکز وایي په بلخ، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د ښځو مرموزو وژنو پېښې زیاتې دي.
یاده اداره وایي چې د روان لمریز کال د لومړیو نهو میاشتو په جریان کې یوازې په بلخ ولایت کې د ښځو د تاوتریخوالي 161 قضیې ثبت شوي، خو د بلخ د ښځو چارو رییاست مسؤولینې دا پېښې تر دې لوړې ښیي.
او دا راز په نورو درې شمالي ولایتونو کې د ښځو د مرموزې وژنې 30 قضیې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په سلو کې 15 سلنه زیاتوالی ښیي.
شمال کې د بشر حقونو د سسمه اییزې ادارې ښځینه مسؤولینې وایي سږ کال یوازې په سرپل ولایت کې د ښځو د وژنې شل پېښې او په سمنګان کې دوه پېښې ثبت شوي.
سږ کال د کرونا ویروس او په ښارونو کې د بندیزونو له کبله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې ثبت شوي، چې لامل یې بې وزلي او بې کاري ښودل شوې وه.
د کرونا ویروس د مخنیوي له کبله د قرنطین موده کې د ښځو د تاوتریخوالي قضیې تر ډېره عدلي او حقوقي بنسټونو ته له وړلو او ثبتولو پااې شوې وې چې له دې سره افغانستان کې د سږ کال د ښځو د تاوتریخوالي پېښې له دې هم زیاتې دي.
افغانستان کې په لېرې پرتو سیمو کې د ناپوهۍ ډېروالي، د ښځو د حقونو نه پېژندنې، بې وزلۍ او بې کارۍ له کبله د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو پېښې هر کال ثبتیږي چې زیاتو ته یې رسیده ګي هم نه ده شوې او ځینې قضیې لا هم له څېړنو پاتې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.