The news is by your side.

په دولتي ادارو کې تر نیمې ورځې نيمګړی کار خو پوره تنخواه

په دولتي ادارو کې تر نیمې ورځې نيمګړی کار خو پوره تنخواه

خبريال وېبپاڼه/ په دولتي ادارو کې د کارونو ځنډ یو له لویو ستونزو څخه دی، د مراجعینو هغه کار چې بايد په یوه ورځ کې حل شي ډېر کله يوه دوې اونۍ نيسي، د دولتي مامورينو بې پروايي او د ريسانو ناکام مدیریت ددې سبب شوی دی چې خلک خپل کارونه په وخت ترسره نه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ سي.

نيمه ورځ کار پوره معاش
د حیرانۍ خبره ده، د افغانستان د دولتي ادارو ډېري خدمات تراوسه ډيجيټل شوي هم نه دي بايد کار ډېر وشي ترڅو د خلکو نوبت زر زر راشي او زر زر یې کار خلاص شي خو په حیرانونکي ډول دلته مامورين نه يوازې چې ډیر او چټک کار نکوي بلکې نيم کار کوي.

ډېری مامورين د ۹ بجو وروسته کار پيلوي او په دوه نيمو د دفتر څخه د وتلو تکل کوی او په دریو دفتر بندوي او ځي خپل کور ته، اروپائي هېوادونه چې سيستمونه يې هم ډيجيټل دي کار ژر خلاصېږي بيا هم ډېری مامورين په ۸ بجو کار پيلوي او په ۵ بندوي خو افغانستان چې کار ته ډېره اړتيا لري بيا یې هم دولتي مامورين په ۳ بجو د دولتي ادارو دروازې بندوي.

دا د يوې فاجعې ثبوت دی چې ان موږ د ارامو هېوادونو هومره کار هم نه کوو بلکې تر هغو مو هم ځان راحت نيولي دی او په ۳ بجو دفترونه تړو.

خلکو ته په وخت خدماتو نه وړاندې کول ددې سبب کېږي چې خلک د حکومت څخه مخ واړوي، معمولي کارونه اونۍ اونۍ وخت نيسي او که مو کار محکمې ته شو د عدالت خبره شوه بيا مو نو کار په مياشتو مياشتو هم بې له شروت څخه نه حل کېږي.

دا د شرم ځای دی، د چارواکو د همدې بې پروايي، ټنبلۍ او لټۍ له وجې نن ان د کابل په ولسواليو کې خلک خپلې مسلې په طالبانو حل کوي.

دا نظم دا سيستم بايد بدلون وکړي، کم تر کمه د ۵ بجو څخه يوه دقيقه مخکې بايد يو مامور هم له دفتر څخه ونه وځي، لازمه خو دا وه چې ټول افغانان د خپل هېواد ددې حالت لپاره يو ساعت اضافه کار وکړي خو دوی بيا هم نيمه ورځ کار کوي او نيمه نوره له دندې تښتي.

د افغان ولس چې څه په وس کې دي له حکومت سره يې کړي دي ان د خپلو د ۵۰ افغانيو له کرېډېټ څخه هم حکومت ته ماليه ورکوي، د يوې خوا طالب ترې عشر اخلي د بلې خوا حکومت ماليه، حکومت یې په پيسو باندې مزې او چړچې کوي او طالب یې په پيسو باندې بېرته ددوی وژلو ته وسلې اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.