ايا طالبان ريښتيا يو صف دي؟ څو نمونې
ايا طالبان ريښتيا يو صف دي؟ څو نمونې
خبريال وېبپاڼه/ طالبان تل پخپلو تبليغاتو کې ادعا کوي چې ګواکي دوی یو صف دي، د ثبوت لپاره بيا د اوربند په وخت کې د جګړې نشتون وړاندې کوي، خو تر اوربند هخوا په کليو کې څه حال دی ايا په ريښتيا هم طالبان يو صف دي؟
همدا اوس د افغانستان په کليو کې وسله درلودونکي ډلې په دوه برخو وېشل شوي، يو خوا ته طالبان دي بل خوا حزبيان، د حزب ډله د طالبانو بد وړي او طالبان خو بيا حزبيان بېخي مسلمان نه ګڼي، هېڅ ډول سلام کلام ورسره نلري او د يوې فتنې په سترګه ورته ګوري.
پخپله بيا طالبان بيا په کليو کې په بېلابېلو ډلو وېشل شوې دي، دا ډلې پخپلو کې دومره د کينې او نفرت ډکې دي چې که په يو بل يې زور ورسېږي نو د يو بل په ناموس هم نه دي بند، د کليو خلک په دې خبرو هلته واضح پوهېږي چې د طالبانو يو قوماندان د بل قومندان سره څه ډول ضد او کينه لري.
په عشر کې اختلاف
د طالبانو د قومندانانو اختلاف بيا هغه وخت د حد څخه زيات ګرم شي چې کله د خلکو څخه عشر ټولوي، طالبان د خلکو د فصلونو په پای کې هغوي ته ورځي او د باغونو او ځمکو د حاصلاتو عشر ورڅخه اخلي، پدې وخت کې نو د هر کلي خلک د طالب قوماندانانو د شر د چړې لاندې وي.
د طالبانو هر قومندان هڅه کوي چې د ډېرو خلکو څخه عشر راټول کړي، کله کله ان داسې کېږي چې د کلي د خلکو څخه د طالبانو دوه قومندانان په یوه وخت کې عشر غواړي، خلک حیران وي چې اوس يې کوم يوه ته ورکړي، که يوه قوماندان ته د خپلو ځمکو عشر ورکړي نو بل به دوی ته ګواښ کوي د کلي په مخکې به يې سپکوي او وهي او که بل ته يې ورکړئ بل قومندان به بيا د خلکو سره همغسې چلند کوي.
د عشر مسله
د عشر مسله هم هېڅ ډول ديني اړخ نلري، طالبان کلي ته ولاړ شي او د خلکو څخه د عشر غوښتل پيل کړي، په عشر پسې د طالبانو د قومندانانو له لوري لېږل شوي طالبان داسې کسان وي چې په ديني برخه کې یې پوهه ډېره کمه وي، د عشر په هکله صرف څو سرسری معلومات لري چې کله خلک ورته خپل معذرت وړاندې کړي نو دوی ورسره د ټوپک په ژبه خبرې کوي ډېر خلک څه نشی ورته ويلی ځکه دوی یې سپکوي د ټولو خلکو په وړاندې یې وهي ټکوي او بې عزته کوي يې.
د طالب قومندانانو ژوند
د عشر دا پيسې بيا د طالب قوماندانانو د دوهمو دریمو ښځو ولور شي، ډېری طالب قومندانان پخپلو سيمو کې لوکس کورونه لري لويې کلاوې يې جوړې کړې وی، دوی هر يو درۍ څلور ښځې لري او په رمه اولادونه پسې وي.
طالبان پخپل صف کې د ياغيانو د یوه لښکر بل هېڅ شی هم نه دي د خلکو عزت خیال ورسره په سر کې اصلا شتون نلري په کليو کې د فرعون په شان ګرځي کبر يې د خدای سره په ټکر کې وي او ځان د خدای لشکر ګڼي داسې لشکر چې ځان تر هرڅه لوړ ګڼئ او هرفساد ځانته روا ګڼي.
مطلب دا چې د طالبانو سره سوله کول د يو مسول حکومت رامنځته کول ترټولو ښه انتخاب دی، ترڅو دا ډول یاغیان نور يو چوکاټ ته ولوېږي او راتلونکي نسلونه يې د شر څخه خلاص شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.