پښتین؛ د علي وزير د خلاصون لپاره به د ټولو ممکنه لارو کار واخلو
پښتین؛ د علي وزير د خلاصون لپاره به د ټولو ممکنه لارو کار واخلو
خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د خپل فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه راغی او د غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د نيولو په مسله یې د پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ بيان کړ او هغه څه يې بيان کړل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به يې د علي وزير د خلاصون او په ټوله کې د پښتون قام د ازادۍ لپاره کوي.
کراچۍ کې د پښتون قاتل ازاد خادم زندان کې دی
منظور پښتین د کراچۍ په پوليسو غږ وکړ او دوی ته یې پېغور ورکړ چې په کراچۍ کې د پښتنو قاتل نه محکمه کېږي د نقيب الله قاتل نه محکمه کېږي خو د پښتنو یو خادم علي وزير بيا بدون د هېڅ ګناه څخه په غيرې انساني ډول نیول کېږي او زندان ته اچول کېږي.
د پښتنو ميندو اوښکې هم نشي زغملی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپلو خبرو کې وويل چې د پاکستان پوځ او حکومت زموږ هغه غوندې نشي زغملی چې پکې پښتنې میندې د خپلو ورکو اولادونو لپاره اوښکې تويوي او غواړي چې خپل ورک زامن يې بېرته پيدا شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې
د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان وکړ چې سبا د دیسمبر په ۱۸ به د نړۍ په هره ګوټ کې موجود پښتانه د علي وزير په نيولو د اعتراض لپاره مظاهرې وکړي او وروسته به دوی دوې لویې نورې جلسې په بنو او خير ضلعه کړې ترسره کړي.
په شلم د دیسمبر بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې يوه لویه جلسه جوړه کړي چې د يوې خوا به پکې د علي وزير د خلاصون مطالبه وشي او د بلې خوا به بيا د پښتنو د موجودو ستونزو او په وړاندې یې د روان تعصب او ظلم د مخنیوي او حل لارو په هکله خبرې وسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ به خپله دريمه لويه غونډه د خيبر په ضلعه کې کوي، په دې غونډه کې به هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د راخوشي کولو خواست کېږي او هم به په دې سيمه کې د پښتنو په ستونزو او نورو مسلو باندې خبرې کېږي.
دا یې پيل دی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپلو خبرو کې وویل چې دا درۍ لویې جلسې يې پيل دی دوی به د علي وزير د راخوشي کولو لپاره نورې لويې جلسې هم وروسته اعلان کړي.
پښتین پخپلو خبرو کې زياته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د علي وزير د راخوشي کولو لپاره د ټولو سياسي مدني لارو څخه کارواخلي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.