د الله ګل مجاهد زوی پولیسو سره په نښته کې نیول شوی
خبریال وېبپاڼه/ په ولسي جرګه کې د کابل خلکو د استازي الله ګل مجاهد زوی او ساتونکی یې له یو بې پلېټه زرهي موټر او یو میل بې جوازه کلاشینکوف سره نیولی دی.
نوموړي د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند په ارزان قیمت سیمه کې له پولیسو سره نښته کړې او اوس هڅه کېږي، چې خوشې شي.
د کابل ښار د دوولسمې حوزې امر لومړی څارن اجمل احمدزی وایي، یاد کسان تېره ورځ هغه مهال د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوي چې په تلاشۍ کې یې په پولیسو مرمۍ تېره کړه.
ده وویل، په تلاشۍ کې پولیسو له نیول شوو کسانو د اسنادو پوښتنه کړې وه او ترې غوښتې یې وو چې د موټر تورې ښيښې یې سپنې کړي، خو هغوی په غبرګون کې کلاشینکوف ته مرمۍ تېره کړې وه چې وروسته پولیسو ونیول.
دی وایي چې په یاد موټر کې درې کسان وو، خو یو یې تښتېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې نیول شوي دوه یاد کسان د کابل امنیې قومندانۍ د څېړنو ریاست ته سپارل شوي دي.
الله ګل مجاهد، ملاتره خېل او دوی پورې اړوند کسان په دوولسمه ناحیه او بګرامیو کې په غصب، زورواکي، بې قانونه کړنو او نورو زورواکیو کې لاس لري.
د ځمکو غصب او مجاهد
الله ګل مجاهد تورن دی، چې د کابل ولایت؛ په خاص ډول په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار د پروژې زرګونه جریبه ځمکه یې غصب کړې او پلورلې ده.
خو دی له عبدالحق څلور لاري اخوا د کابل په ختیځ کې ټولې ځمکې ځکه خپل ملکیت ګڼي، چې د دوی د ولسوالۍ د خلکو دي.
د مجاهد شتمنۍ
الله ګل مجاهد مخکې خپله او اوس یې کورنۍ له بهرنیو هېوادونو څخه سوداګري کوي.
ده یوه مرکه کې منلې چې د شتمنۍ حساب یې نه دی ورمعلوم، خو پریمانه دي.
هغه دا ادعا هم کړې، چې یوازې تېرکال د زکات پر وخت یې کورنۍ ۲۸ لکه افغانۍ زکات وېشلی.
په وسلو سپارلو پښېمانه سړی
الله ګل مجاهد د کرزي په وخت کې د بې وسلې کولو پروګرام(ډایاک) ته د خپلو وسلو په سپارلو پښېمانه دی، خو وايي چې اوس هم تر ۴۰ ـ ۵۰ میلو پورې وسلې لري؛ هغه څه، چې د ده مخالفین یې نه مني او د څو چنده زیاتوالي ادعا یې کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.