The news is by your side.

د پښتو سره د پښتون جفا دوام لري

خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د قطر هېواد د یوې خيريه موسسې په مرسته په کابل کې د يوه ښارګوټي د جوړولو غونډه ترسره شوه چې پکې د ښار جوړونې وزير محمود کرزي هم ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د تل په شان د پښتنو ګيله بيا هم د پښتو سره د بې پروایی له کبله وه، د يوې خوا خو په غونډو کې د پښتو نوم بېخي وي نه، د بلې خوا بيا که په پښتو کوم ټکی ليکل شوی وي هغه نيم نيمګړی، په غلط ډول چې هېڅ پکې املايي اصولو ته پام نه وي شوی.

اوس تازه پرون چې کومه غونډه د ښار جوړونې د وزير په شتون کې ترسره شوه پکې د پښتو هېڅ درک نه لګېده، يوه لوحه يا عمومي ليک دړه چې کومه وه په پاړسۍ ژبه ليکل شوې وه او د پښتو پکې درک نه لګېده.

که څه هم د ښار جوړونې وزير کندهاری او پښتون دی خو د پښتو په هکله کوم مسولیت او حساسیت نه لري او نه يې احساسوي.

د پښتون له لوري د پښتو سره جفا
دا يوازې محمود کرزی نه دی چې د پښتون شتون او نشتون ورته ارزښت نلري، بلکې په حکومت کې ډېر داسې چارواکي دي چې د پښتو شتون ورته کوم ارزښت نه ورته لري، کله کله چې پښتانه کومه ګيله له دې ډول خلکو وکړي نو بيا همدا پښتانه چارواکي خپل پښتون رعيت ته وايي چې تعصب مکوی، يانې پښتنو چارواکو ته مې اوس تر چوکیو رسېدلي دي دا تعصب ښکاري چې يوه لوحه او یوه لیک دړه دې په پښتو هم وليکل شي.

پښتانه داسې هم نه دي چې تعصب کوي، بلکې پښتانه پخپله د تعصب قرباني دی، پښتانه دا نه غواړي چې ګواکی بله ژبه دې لرې شي او صرف پښتو دې وی بلکې پښتانه دا د حق او مساواتو غوښتنه کوي چې د پارسۍ ترڅنګ دې پښتو هم په دولتي ادارو کې ولیکل شي ولوستل شي.

موږ پښتانه هېڅ وخت دې ته تيار نه یو چې ځینې خرڅ شوي پښتانه چې ټول درد یې دادی چې چوکۍ ولري او کوم څوک ورته متعصب ونه وايي، زموږ پښتو په سيستماتيک ډول د هېواد د چارو څخه لرې کړي.

هغه پښتانه چارواکي چې د پښتو سره جفا کوي د خپلې چوکۍ لپاره محافظه کاري کوي بايد پدې پوه شي چې افغانستان به تل ددوی د خرڅولو نه وي، چې دوی به تل سودا کوي بلکې د افغانستان څخه به ددې ډبل پاسپورټه و ټغر خامخا ټولېږي.

تاريخ او پښتانه به ددوی له نوم څخه نفرت کوي او مخ ته به يې ورتوکي، څوک چې د پښتو نشي هېڅ وخت د پښتنو هم نه کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.