هلمند کې تازه امنیتي پیښي.
خبریال وېب پاڼه: نن سهار شاوخوا لس بجي د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند مومن خان زیارت ته څیرمه د ملي اردو په یوې قرارګاه موټر بم برید شوی.
امنیتي سرچیني پیښه تاییدوي او وایې، موټر مخکې د هدف ته تر رسیدو د ملي اردو د قرارګاه د یو نوکریوال سرتیری لخواپه نښه او ویشتل شوي چې موټر چاودنه کړی ده له بده مرغه چې نوموړی سرتیری شهید شوی او څو نور سرتیري هم زخمیان شوي دي.
بل خوا د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند نهمې امنیتي حوزی اړوند B۲۱ ساحه کې دوه د چک پاینټ سرتیري ترورشوي دي او ورسره یو ملکي وګړی هم شهید شوی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د ملي پولیسو په رینجر هم ماین چاودنه کړي چې له بده مرغه دوه دملي پولیسو سرتیري پکې شهیدان او دوه نور بیا ټپي شوي همدارنګه د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایې چې ننسهار لس بجي د پل علم ښار د شهیدانو چوک کې هم چاودنه شوي چې له امله یې یو ملکي وکړی ټپی شوی دی.
کابل ښار کې هم نن سهار چاودنه شوي چې له امله یې نهه کسانو شهیدان شوي دي.
په هیواد کې وروستیو ناورینونو ته په کتو تاوتریخوالي زور اخیستی چې د هدفي وژنو ترڅنګ چاودونو هم زیاتي شوي دي.
څه موده مخکې د هلمند ولایت په مرکز وسله والو طالبانو ډله یز برید وکړ چې ګڼ شمیر مالي او ځاني زیانونه یې واړول خو، د افغان ځواکونو د مقاومت او میړاني په نتيجه کې د هیواد د دښمانو پلان شنډ او ګڼو وسله والو طالبانو ته یې پکې مرګژوبله واړوله.
په دوحه کې د افغان سولی خبرو د پیل راهیسې هیواد کې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي چې د امنیتي ځواکونوترڅنګ ګڼ شمیر ملکي وکړي هم شهیدان او زخمیان شوي دي.
عکس؛ له ارشیف څخه.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.