The news is by your side.

د کابل ښار ننۍ چاودنې نهه کسان شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې نهه کسه شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان دي.

چاودنه نن شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشال خان سیمه کې وشوه.

د دې چاودنې هدف په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی خان محمد وردګ و.

 نوموړی په دې پېښه کې ټپي شوی دی خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

رسمی حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، دغه راز د نهو کسانو د شهید کېدو او شپږو د ټپې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

 په پېښه کې په سیمه کې نږدې کورونو او ودانیو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.