The news is by your side.

د پاکستان د شلو مطرح سیاستوالو ژوند له ګواښ سره مخ دی

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رشیداحمد ویلي، چې د مولانا فضل الرحمان په ګډون په دغه هېواد کې د ۲۰ نورو مطرح سیاستوالو ژوند په خطر کې دی.

رشید احمد زیاته کړې، د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ پاکستان کې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ټولټال ۴۸۲ تنه وژل شوي خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې بیا تر اوسه د یو شمېر سیاستوالو په ګډون ۳۵۷ کسان وژل شوي دي.

د هغه په خبره، ترهګر هڅه کوي چې د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره د تېر کال په پرتله زیات کسان ووژني  نو ښایي تر دې وروسته هم هدفي وژنې دوام ولري او یو شمېر سیاستوال هم په نښه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance