بېړنی خبر؛ په غزني کې یو خبریال شهید شو

خبریال وېبپاڼه/ په غزني کې د الجزيرې خبريال او د دې ولایت د خبریالانو اتحادیې رییس رحمت الله نيکزاد په يوه هدفي برید کې په شهادت رسيدلی دى.

سیمه ییزو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې پېښه نن ماښام څه کم پنځه بجې رامنځته شوې ده.

د غزني پولیسو دغه پېښه تایید کړې ده او ویې ویل، نېکزاد کور ته پر لار و، چې د نامالومو کسانو لخوا په شهادت ورسېد.

په تېرو دوو مياشتو کې دا پنځم خبريال دى چې په افغانستان کې په شهادت رسول کيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More