د پاکستان د شلو مطرح سیاستوالو ژوند له ګواښ سره مخ دی

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رشیداحمد ویلي، چې د مولانا فضل الرحمان په ګډون په دغه هېواد کې د ۲۰ نورو مطرح سیاستوالو ژوند په خطر کې دی.
رشید احمد زیاته کړې، د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ پاکستان کې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ټولټال ۴۸۲ تنه وژل شوي خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې بیا تر اوسه د یو شمېر سیاستوالو په ګډون ۳۵۷ کسان وژل شوي دي.
د هغه په خبره، ترهګر هڅه کوي چې د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره د تېر کال په پرتله زیات کسان ووژني نو ښایي تر دې وروسته هم هدفي وژنې دوام ولري او یو شمېر سیاستوال هم په نښه شي.