The news is by your side.

هوټلونو کې د ودونو د بنديز سره سره د صالح د زوی واده

خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ وروسته له هغه په کابل ښار کې د خلکو شکايتونه ټولنيزو رسنيو ته راووتل کله چې د کورونا ويروس له کبله په هوټلونو کې د واده د بنديز سره سره د ولسمشر غني د لومړي مرستيال امرالله صالح زوی په يوه هوټل کې د خپل واده خوښي لمانځله.

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح دې غبرګونونو او شکايتونو ته په ځواب کې وويل چې لارې دوی نه وې بندې کړې بلکې د کابل په دې سيمه کې هر ماښام همدا حال وي.

که څه هم دا د لارو بندول دقیق معلوم ندي چې ريښتيا بندې شوې وې که نه خو يوه خبره واضح ده هغه دا چې د روغتيا وزرات موده وړاندې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په هوټلونو د واده کول بند کړي و بيا د ښاغلي صالح له لوري دا ډول يو کار کول د حکومت او قانون پرېکړو ته درناوی نکول ولې دومره ګران دي.

د لوړ پوړو حکومتي چارواکو څخه د خلکو تمه ډله چې دوی بايد يو مثال وي د قانون د تابعدارۍ په چاره کې، په تېره بيا ښاغلی صالح چې تل د قانون او اصولو خبرې کوي.

کورونا ويروس په هېواد کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، که څه هم رسمي ارقام کم دي خو د ځمکې د واقعيت او علمي ارزونې په بنسټ ويلی شو چې هره ورځ په زرګونو افغانان په دې ويروس اخته کیږي او ډېر يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا چې حکومت د کورونا ويروس د مخنیوي او تدابيرو لپاره مرسته شوې پيسې ټولې د فساد ښکار کوي خپل عيش او عشرت ورباندې کوي نو اوس حکومت دومره وس نلري چې خپل ټول اتباع او هېوادوال معاينه کړي.

نو له همدې کبله د ورځې د ګوتو په شمار خلک معاينه کېږي چې په دې ډول د کورونا پېښې هم کم ښوودل کېږي، که نه هره ورځ په زرګونه خلک په کورونا ويروس اخته کېږي او پدې کې يې ډېری بدون له دې چې څوک يې په سبب پوه شي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

صالح بايد د خلکو د روغتيا په هکله فکر کړی وی د روغتيا د وزرات لارښونو ته یې پام کړی وی او د قانون درناوی یې کړی وی، که چیرته صالح چې ځان د قانون محافظ بولي قانون نه مراعات کوي نو د یوه غريب افغان څخه به موږ څه تمه ولرو.

صالح صيب کولي شوی د خپل زوی د خوښۍ مراسم پخپل کور کې په محدود ډول ولمانځي، هوټل ته د ګنو خلکو تلل په لار کې په هوټل کې په نورو ځايونو کې دا چانس ډېروي چې دا خلک د يو بل او نورو بیروني وګړو سره تماس وکړي او دا ويروس نور هم خور شي.

د قانون سره د هېواد د مشرانو داسې بې پروايي افغانانو ته ښه ذهنیت نه ورکوي، بلکې دا چاره نوره هم عاموي، له همدې کبله صالح صيب او نور لوړ پوړي چارواکي باید تر نورو خلکو ډېر حساس وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.