د ښځينه و په هکله لس ترټولو جالبې خبرې او مالومات

خبريال وېبپاڼه/ په دې ليکنه کې د ښځینه و په هکله درته ځينې جالب معلومات وړاندې کوو، په دې‌ معلوماتو کې ځينې خواږه او ځينې ترخه دواړه شتون لري.

په نړۍ کې په هرو ۹۰ ثانیو کې يوه اومېدواره مېرمن د خپل اولاد د زېږون په مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا ډول ډېری پېښې په افريقايي او اسيايي هېوادونو کې رامنځته کېږي.

په نړۍ کې ترټولو شلو شتمنو مېرمنو مطلق اکثریت خپله شتمني د خپل خاوند څخه ترلاسه کړې ده، صرف د هيلټون د هوټلونو مالکې خپله شتمني پخپله ګټلې ده، نورو ميلياردرو ډېری مېرمنو د خپل خاوند سره د شراکت يا طلاق وروسته شتمني ترلاسه کړې ده.

په دې ټول پوهېږو چې ښځينه خبرې زیاتې نشي ساتلی، په ځانګړي ډول که دا خبرې د راز خبرې وي نو دوی يې بيا د ځان سره هېڅ نشي ساتلی، څیړنې ښيي چې ښځينه ترټولو زيات ۴۷ ساعته د راز يوه خبره د ځان سره ساتلی شي.

د پخواني روم په وخت کې به مېرمنو د هغه جنګياليو د بدن خولې د عطرو په ډول کارولې چې په لوبو کې به اتلولۍ ته رسېدلي و.

په روسیه کې بيا د ښځو په هکله ترټولو جالب خبر دادی چې په دې هېواد کې د ښځو شمېر د نارينه و څخه ډېر زيات دی، څېړنې ښيي چې په روسيه کې د ښځو شمېر د نارينه و څخه ۹ ميلیونه زيات دی.

په امريکا کې بيا ترټولو نادر خبر دادی چې په دې هېواد کې ۴۰ سلنه ماشومان دداسې نجونو څخه دنيا ته راځي چې واده يې نه وي‌ کړی.

ښځې د خپل ژوند يو کال په دې فکر وهلو سره تېروي چې څه واغوندي، څېړنې ښيي چې ښځينه تر بل هرڅه په دې هکله زر پریکړه نشي کولی چې کوم ډول جامې واغوندي.

طلاق شوې ترټولو ځوانه مېرمن لس کلنه وه، په دې هکله نور مالومات نه دي خپاره شوي چې دا پېښه په کوم هېواد کې او څه ډول ترسره شوې ده.

په نړۍ کې لومړنی هېواد چې په ښځو یې عسکري جبري کړې ده اسرایل دي، که څه هم اوس د هالنډ حکومت لخوا هم دا طرحه تر کار لاندې ده چې ښځې په جبري ډول عسکری ته مجبور کړي خو تراوسه رسمي شوې نه ده.

هغه ښځې چې قد یې لوړ وي تر نورو ډېرې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي، په دې هکله څېړنې ښيي چې په لوړ قد لرونکو مېرمنو کې د سرطان ناروغي تر نورو ډېره ليدل کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More