The news is by your side.

د پاکستان په هره صوبه کې د طالبانو درملنه کیږي‌

خبريال وېبپاڼه/ ملا برادر د پاکستان په دوره دی، ښاغلی برادر چې د کريسمس رخصتۍ په پاکستان کې تېروي په ګڼو ليدنو او کتنو بوخت دی، برادر ته په پاکستان کې تر ګرم ښه راغلاست وروسته اوس ددې فرصت په لاس ورغلی دی چې په دې هېواد کې د زخمي طالبانو د حالت څخه ليدنه وکړي.

برادر چې کلونه په پاکستان کې زنداني و او د يو ډېر غيرې انساني سلوک سره مخ شوی و اوس بيا د پاکستان په چکر‌ وتلی دی او په دې هېواد کې خپل پخواني يادونه تازه کوي.

برادر د ټپيانو پوښتنه کوي
کلونه کېږي پاکستان له دې انکار کوي چې طالبان په دې هېواد کې شتون نلري خو اوس برادر په ښکاره د خپلو طالبانو د حالت پوښتنه کوي هغوی ته ډاډ ورکوي او د خپلو اعمالو د ښه والي ددې د لوي بدل خبره ورته کوي هغوی ته خپله جګړه یوه نیکه جګړه معرفي کوي.

پاکستان دا هم نه منله چې ګواکي طالبان په دې هېواد کې تداوي کېږي، دا افغانانو ته لکه لمر داسې مالومه هم وه چې د طالبانو ټپيان د پاکستان د هرې صوبې په حکومتي روغتونونو کې تداوي کېږي او بدون له هېڅ ډول پاسپورټ ويزې فوراً دې هېواد ته پریښودل کېږي.

اوس پاکستان نور هېڅ ډول شرم نلري، هېڅ ډول مسؤلیت نه مني او په ښکاره برادر پکې د خپلو ټپي طالبانو ليدونه کوي هغوی سره غوندې کوي او د هغه طالبانو سره خواخوږي کوي چې په افغانستان کې يې په زرګونه افغانان په وینو سره کړي دي.

ملا برادر په نوبت د پاکستان د صوبو څخه ليدنه کوي د بلوچستان، پنجاب وروسته برادر اوس د سيند په دوره دی او ډېر ژر به د پېښور څخه ليدنه وکړي، دی په دې صوبو کې د خپلو ط-الب بنديانو سره ليده کاته کوي، غونډو ته ويناوې کوي او په افغانستان کې د خپلې جګړې تقدس بیانوي.

د طالبانو ترټولو لوړ پوړی چارواکی په پاکستان کې په ښکاره خپلو ټپي او روغو طالبانو ته دا وايي چې دا خاوره بايد د خپل خونديتوب لپاره وکاروي او په افغانستان کې خپلې جګړې او جهاد ته ادامه ورکړي.

پاکستان اوس په دومره ښکاره ډول ترهګرو ته خپل غېږ پرانيستې ده د نړيوالو څخه يې هم سترګه نه سوځي او د افغان حکومت څخه یې پخوا هم شرم نه کېده.

پکار ده افغان حکومت اوس ددا ډول يوې ښکاره مداخلې، ښکاره ملاتړ په وړاندې پاکستان د نړۍ د عدالت او وجدان مېز او محکمې ته راکش کړی وی ترټولو ښکاره ثبوت يې وړاندې کړي وی او په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو وينه تويېدنه يې د پاکستان په نوم د پاکستان له لوري ثبت کړې وی او دغه تاریخي پړتيا او ملامتيا يې په پاکستان اچولې وی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.