The news is by your side.

پاکستان وايي، هند ته د اټومي برید ځواب ورکولو ته چمتو یو

خبریال وېبپاڼه/ تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي، چې هند پر پاکستان د برید تابیا نیولې او غواړي پر پوله پاکستاني پوځيان وځپي.

که څه هم هغه د پاکستان د دغه احتمالي برید د غبرګون په اړه څه نه و ویلي، خو دا یې ویلي و چې نړۍوالې ټولنې ته یې خپل شکایت لېږلی دی.

اوس تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ احمد رشید وايي، پر پاکستان د هند برید به تاریخي غبرګون ولري او دغه هېواد په ارامه نه کېني.

 د هغه موخه پر هند اټومي برید ترسره کول دي، ځکه ده ویلي چې تر دې برید وروسته به د هند طبعیت خراب کړي، نه به هیڅ بوټی شین شي او نه به د معبد زنګ وګړنګېږي او دا کار له اټومي برید پرته بل ډول شونی نه دی.

دمګړۍ پاکستان خپلو سمندري او هوايي ځواکونو ته د تیار سئ امر کړی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، هند په کور دننه له کشمکشونو سره مخ دی، ځکه غواړي پر پاکستان برید وکړي، تر څو د خپلو خلکو پام په بله کړي.

که څه هم هند تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلې، خو تر دې وړاندې یې څو څو ځله ویلي چې پاکستان د پردې تر شا هند ځپي او د سیاست میدان ګټلو ته یې ملا تړلې ده.

د هند مطلب ښايي دا وي چې پاکستان په درواغو دا اوازې خپروي او غواړي په لوی لاس پر پوله هندي پوځیان ووژني، یا په دغه هېواد اټومي برید وکړي، ځکه وار دمخه یې نړۍوال خبر کړی او د ځان د ملامتیا د خلاصون هڅه یې کړې ده.

لا معلومه نه ده چې هند او پاکستان به سره ونښلي او که دا هسې د پردې د مخې سیاست دی، خو پاکستاني چارواکو د دغه احتمالي برید د ترسره کېدو په صورت کې د افغان سولې پروسې د ګډوډۍ خبره هم کړې، چې د افغانانو له غبرګون سره مخ شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.