The news is by your side.

سفارت شته؟ ایران د تنکیو افغانانو په وینو سوداګري کوي

خبریال وېبپاڼه/ سوریه تر اوسه له کورنیو جګړو سره مخ ده، چې تر اوسه ډېر کسان پکې قرباني شوې ده او جګړه ډېر خطرناک پړاو ته رسېدلې ده.

د سوریې جګړه د داعش د ریښو د غځلو لپاره هم ښه موقعه شوه او وتوانېدل چې په ټوله نړۍ کې ریښې وځغلوي، په سوریه کې د نورو هېوادونو زرګونه کسان جنګېږي، چې سعودي، ترکیه، قطر او ایران په دغه جګړه کې ښکېل هېوادونه دي چې ځینې وسلې او ځینې انسانان ورکوي، خو له دې سره سره د سوريې په جګړو کې د افغانانو د ګډون خبرې بیا ګرمې شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره شپه له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې لا هم ده زره افغانان د دوی په قومانده د سوریې په جګړه کې جنګېږي.

که څه هم ظریف وايي چې دغه افغانان په خپله خوښه جګړې ته تللي دي او ایران یې په بشپړه توګه ملاتړ کوي، خو په ایران کې مېشت افغانان د جګړو مخینه لري او د ایران او عراق په جګړو کې کارول شوي، چې په ایران کې یې هدیرې هم شته.

ظریف دا هم ویلي چې افغان حکومت کولی شي په سوریه کې له جنګېدلو افغانانو دداعش ډلې پر وړاندې استفاده وکړي او دغه راز هغه د پوځ په لیکو کې جذب کړي، خو دا څنګه امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران په قومانده جنګېدلي افغانان دې افغان پوځ ته جلب کړل شي.

ایران له هغو افغانانو چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانونی سند و نه لري د سره یا شنه کارت او ښه ژوند په نوم د ژمنو په ورکولو سره دوی په سوریه او عراق کې وکاروي، چې سلګونه پکې وژل شوي او ځینې لا هم په جګړه بوخت دي.
ایران د افغانانو له مذهبی احساساتو هم ګټه پورته کوي، د بیلګې په ډول د فاطمیون قطعه چې اوس په سوریه کې ده پکې افغانان، حزب الله ډله، د عراق کتایب او د پاکستان جنګیالي دي او دوی دغه عمل سپېڅلی جهاد بولي.

افغانان دا څلوېښت کاله د خپلو او پردیو جګړو قرباني شوي او د ډېرو جګړو د اور لوګی ترې جوړ شوی دی، ځینې دلته د طالبانو په لیکو کې وغولول شي او ځینې بیا هلته د جګړو خوراک شي.

په تهران کې د افغانستان سفارت نور باید د ایران د دغو کړنو په اړه چوپ پاتې نه شي، ننداره دې پرېږدي او د کډوالو په برخه کې باید جدي اقدامات ترسره او د افغانانو په وینو د سوداګرۍ پر وړاندې باید غږ پورته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.