The news is by your side.

کابل کې چاودنې بیا د پنځو هېوادوالو ژوند واخیست

خبریال وېبپاڼه/ نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند دوغ اباد سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل پولیس وايي، پېښه د څرخي پله زندان پر کرولا ډوله موټر د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دوی زیاتوي، د چاودنې له امله پنځه تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کوم چا نه دی منلی.

د کابل هر سهار د چاودنو په غږ پیلېږي، چې کابل ښاریان یې سخت اندېښمن کړي دي.

سره له دې چې د کابل ښار امنیتي مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اخیستی، مګر بیا هم هره ورځ د ترهګریزو پېښو شاهد وي.

خلک امنیتي مسوولین په بې غورۍ تورنوي او وايي چې امنیتي ارګانونه د امنیت د ټینګښت توان نه لري، خو امرالله صالح بیا دغه کړنې د داعش ډلې بولي او په وینا یې، داعش غواړي په یو ډول وحشت او وېره خپره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.