The news is by your side.

برادر؛ د پاکستان په وړاندې خپل شخصي حيثيت نه پالم

برادر؛ د پاکستان په وړاندې خپل شخصي حيثيت نه پالم

خبريال وېبپاڼه/ د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر د پاکستان په دوره دی او دغلته يې د خپلو طالب زخميانو سره ليده کاته کړي دي، د هغه طالب جنګياليو پوښتنه یې کړې او کوي یې چې په افغانستان کې په جګړه کې ټپي شوي دي او اوس په پاکستان کې تداوي کېږي.

د ملا برادر وينا دې ټپيانو ته ډېر څه په ګوته کوي ډېر څه په ثبوت رسوي، حتی موږ کولی شو د برادر ددې وینا څخه سل سلنه د منطق او عقل له لارې دا ثابته کړو چې بلاخره طالب په واقعي مانا د پاکستان غلام دی.

د برادر دا وینا نور هغه کسانو ته هم پوره د منلو ده چې د طالبانو ځينې مجبورۍ به يې يادولې او له همدې کبله به يې پاکستان ته ددوی تګ جايز باله او په حقیقت کې يې طالبان د پاکستان دښمن بلل خو ننی حال یې د وخت تنګه کړۍ بلله.

برادر زه حيثيت نلرم
ملا برادر په پاکستان کې خپلو ټپي جنګياليو ته وويل دا چې په پاکستان کې دده سره د زندان په وخت کې څه شوي دي، دی هغه نه پالي او نه يې يادوي، برادر وايي چې زموږ دا جنګي طالبان ټول دلته دي زموږ مشر تابه دلته دی نو له همدې کبله دی د خپل حیثیت او شخصیت په بنسټ حرکت نکوي بلکې دا مصلحتونو ته ګوري.

د طالبانو د مرستيال مشر دا خبره کېدی شي ځينو ته لږ واقعي ښکاره شي خو که دا خبره ژوره وڅېړو نو ښکاره به شي چې د پاکستان غلامي د طالبانو مجبوری نه بلکې يو انتخاب دی.

ملا برادر وايي حیثیت نلري، نه يې پالي، خو څوک شته چې ده ته وايي چې تاسې خو د امريکا په وړاندې خپل حيثيت ترهرڅه لوړ نیولی و هغوی ته مو اسامه نه ورکولو او دا مو د خپل حیثیت او اسلامي امارت سره نا مناسبه ګڼله، تاسې ته نو که چا دا ويلي و چې د افغان حکومت سره خبرې وکړی تر يو څه تاسې ور تېر شی تر يو څه به افغان حکومت نو دا سوله به وشي خو تاسې خو هغه وخت د ځان څخه فرعونان جوړ کړي و او دا مو د خپل حيثيت سره مناسبه نه ګڼله.

که تاسې د امريکا سره دا غرور او سرتمبه ګي نه وی کړې اسامه مو ورکړی وی نن په لکونو خلک نه وژل کېدل نن به د حکومت په‌رګ رګ کې د امریکا ټاميان نه ځای په ځای کېدل، خو تاسې هغه وخت د عقل د مصلحت د سرتمبه ګۍ څخه ځان نه لرې کاوه.

اخر يې هم اسامه په همغه پاکستان کې درته وواژه او هم مو ورباندې په لکونو افغانان مړه کړل، څه شو تاسې اسامه وساتلی شو، تاسې يوه مياشت کابل ونشو ساتلی، چې په ملت بده ورځ راغله دوې پښې مو خپلې کړې دوې پردۍ او تر پنجاب تېر شوی، تاسې د يو ملت استازي وی، تاسې ددې ملت اعتبار او حيثيت ته ذره پام ونکړ.

خو اوس په پاکستان کې ناست ياست او اقرار کوي چې تاسې ذره حيثيت نلری، نن دا منۍ چې مشر مو لشکر مو هرڅه مو په پاکستان کې دي، پرون مو هېڅ نه منل.

افغان حکومت ځکه ملامتوي چې امريکا یې ملاتړ کوي او خپله چې ستاسې ټول ملاتړ پاکستان کوي ځان خالص افغانان بولی، افغان حکومت ته پېغور ورکوي چې هرڅه يې امريکا ورکوي نو څه ډول امکان لري چې د امريکا خبره دې ونه مني، نو چې تاسې مشر پاکستان ته تښتېدلی هلته پټ دی هغوی یې ساتی ستاسې ټپيان هلته تداوي کېږي ستاسې طالبان هلته تربيه کېږي ستاسې وسلې د هغه ځای څخه تامين کېږي مو څنګه امکان لري چې تاسې دې د پاکستان څخه خپلواک وی؟

حقیقت دادی چې طالبانو د افغان حکومت سره د خپل کبر له کبله خبرې ونکړې، د کرزي په وخت کې د خبرو ډېر خواهشونه وشول اوس وشول، د امريکا د حملې په وخت کې په دې شل کلنه جګړه کې که طالبانو یو ځل دومره نرمي د حکومت او امريکا سره ښودلې وی نن به دا هېڅ نه پېښېدل خو بس طالبان چې دي د پاکستان په غېږ کې هرڅه ورته ښکلي ښکاري او نور بدرنګ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.