فاریاب کې موټر بم برید شوی

خبریال وېبپاڼه/ تېره شپه وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ بازار کې موټر بم برید ترسره کړی دی.

د فاریاب ولایت مقام دغه پېښه تاییدوي او وايي چې د دې چاودنې له امله ملکي وګړو ته زیات زیانونه اوښتي دي.

دوی وايي، په دغه پېښه کې دوه امنیتي سرتېري شهیدان شوي او پنځته تنه نور ټپیان دي، خو به خبره یې، د ملکي وګړو ته زیات زیانونه اوښتي او لسګونه جسدونه یې تر خاورو لاندې شوي دي.

تر اوسه د برید د هدف او د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه معلومات نشته.

طالبانو د هېواد ګوټ ـ ګوټ کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او تر ټولو زیات زیان پکې ملکي وګړو ته رسېږي.

تازه د طالبانو د قطر دفتر مشر ملابرادر چې پاکستان ته په سفر تللی، هلته له ټپي طالبانو سره کتلي او ورته ویلي یې دي چې دوی د دین عسکر دي او باید د دنیوي امتیاز پر ځای د اخروي اجر فکر ولري.

داسې ښکاري چې پاکستان ته د طالبانو سفر د سولې کیسه بیا کم رنګه کړه او خپلو جنګیالیو ته د جګړې د شدت امر کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More