The news is by your side.

بالاخره مشرانو جرګې د علي وزیر د نیول کېدو په اړه غږ پورته کړ

خبریال وېبپاڼه/ مشرانو جرګې د پاکستاني پولیسو لخوا د پښتو ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په نیول کېدو خواشينې ښودلې او ټینګار یې کړی چې ژر تر ژره باید خوشې کړل شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمار په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ننۍ غونډه کې یې د علي وزیر د نیول کېدو او بېرته د هغه د خوشې کېدو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاتوي، علي وزیر د پښتو د حقونو د ملاتړ په خاطر مبارزه شروع کړې او په دې لړ کې یې د خپلې کورنۍ ډېر غړي له لاسته ورکړي، چې نیول یې د دوی د مبارزې مخه ډب کول دي.

مسلمیار یادونه کړې، چې د علي وزیر زنداني کېدو لر او بر پښتانه ولسونه اندېښمن کړي او د پاکستان پارلمان او د نړۍ بین الپارلماني اتحادیه باید د هغه د خوشې کېدو لپاره جدي هڅې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر څو ورځې وړاندې په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

پر علي وزير تور دی، چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې يې د پاکستان مخالف وينا کړې او د پېښور پولیسو د سند پولیسو په غوښتنه نيولی دی.

علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ رهبري غړي تر دې وړاندې هم څو ځل نيول شوي او بېرته خوشې شوي دي.

اوس راپورونه وايي، چې پاکستاني پولیسو علي وزير له پېښور څخه کراچۍ او له هغه ځايه کوم نامالوم ځای ته لېږدولی دی.
د علي وزیر د نيولو پر ضد په لراوبر کي پراخ لاريونونه دوام لري او د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کېږي.

د علي وزیر ژوند ته ګواښ

بل خوا د علي وزیر د ژوند په اړه هم اندېښنې پیدا شوې دي.

تېره ورځ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی ویلي وو چې د پاکستاني پوليسو او استخباراتو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شوي سرلاري علي وزير ژوند په خطر کې دی.

ده د سيند ايالت لوړپوړيو چارواکيو ته ګواښ کړی و چې که پر علي څه وشي، پايلې به يې د درست پاکستان لپاره خطرناکې وي.

محمود خان اڅکزي ويلي وو د علي وزير کورنۍ تر دې وړاندې هم ډېر غمونه ګاللي او نور نو نه د هغه کورنۍ او نه هم پښتنو ته حوصله ورپاتې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.