The news is by your side.

کندهار کې پر ملي اردو چاودنه شوې

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر هاموي ټانګ ماین چاودنه کړې ده.

ځايي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې پېښه دوه بجې او پنځلس دقیقې د ژړۍ ولسوالۍ د باراني په نوم پوستې ته نژدې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په چاودنه کې د ملي اردو یو سرتېری شهید شوی او درې نور ټپيان دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو وسله والو طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کندهار اور بل کړی او عمومي لارې یې په ماینونو فرش کړې دي.

پرون د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر زرنج د طالبانو ماین چاودنه کړې وه چې څلور  تنه پکې شهیدان وو.

د کندهار ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې اوس هم شدیدې جګړې روانې دي، که څه هم حکومت په دغه جګړه کې د خپل پرمختګ خبره کوي خو طالبان بیا وايي چې شېبه په شېبه د پرمختګ په حال کې دي او ګڼ شمېر کلي یې نیولي دي.

د دغو جګړو له امله شاوخوا لس زره کورنۍ بې ځایه سوې دي، چې د سرپناه او خوراکي توکو له نشت سره لاس او ګریوان دي.

هلته بیا د طالبانو د قطر دفتر مشر ملابرادر پاکستان ته د سفر پر مهال له طالب جنګیالیو سره کتلي او د جګړې په اړه یې تازه روحیه ورکړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.