The news is by your side.

په هند کې لاریونونه!.

خبريال وېب پاڼه: د هندوستان د کانګرس حزب چې د هندوستان د حکومت لوې مخالف ګوند بلل کيږي د لسګونه زره هندي بزګرانو سره يې په هغه لاريون کې برخه واخيسته چې د هند حکومت د نوي تصويب شوي قانون پر ضد راوتلي وه.

لاريون کوونکي چې د هندوستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راټول شوي وه د پوليسو د سخت چلند سره مخ شول چې زياتره يې ونيول شول.

د هندي حکومت مخالف ګوند دا کار د هندي حکومت د سختو غبرګونونو سره مخ شو.

لسګونه زره هندي بزګران د درې جمعو راهيسې د تهيه کولو تازه جوړ شوي قانون چې دوې يې د ځانونو په زيان بولي لاريونونه کوي.

د هندي حکومت مخالف ګوند غواړي چې ددې هيواد پارلمان په يوه ګډه غونډه کې نوی قانون جوړ کړي.
د هندي حکومت مخالف ګوند غړي دا قانون د دموکراسۍ خلاف بولي.

د هند د کانګرس ګوند يو تن مشر پريانکا ګاندي ويلي، د کانګرس ګوند ددې قانون پرضد د هندي بزګرانو ملاتړ کوي او ترڅنګ يې ولاړ دي موږ د هغوي ملاتړي وه او نن هم د مبارزې لپاره د هغوي ترڅنګ ولاړ يو.

په هندوستان کې د تازه تدارکاتي قانون په اساس، دولتي بنسټونه نشې کولي چې د تير په څير د بزګرو حاصلات په مشخصه توګه واخلي.

د لاريونونو له امله د نايډا څخه تر ډهلي د مسافرو تګ راتګ اغيزمن شوي او لاره د ټرافیکو پرمخ د یو څه وخت لپاره تړل شوي.

دغه کروندګر چې د لويديځ اترپرديش د بيلابيلو ولسوالیو پوري تړاو لري د کروند ګرو د اتحاديې کسان د سنا په غوښتنه د لاريون لپاره راغلي وه او غواړي ډهلي ته لاړ شي ترڅو د مرکزي کرهني وزير نريندر سينګ تومار سره وګوري.

دا لاريونونه په داسي حال کې ترسره کيږې چې د بزګرانو دوه لويې اتحاديې (بانو) او (لوک ځواک) د ښار په پولو د دريو اونيو لپاره کيمپ جوړوي او د مرکزي حکومت د کرهني وزارت څخه د قانون د لغوه کيدو غوښتنه کوي.

ددې ترڅنګ زرګونه کروندګر د پنجاب،هريانا،سينګو، ټيکري​، او د دهلي په نورو سرحدي سيمو کې د يوه مياشت راهيسې پاتې شوي او د قانون خلاف لاريونونه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance