The news is by your side.

د سولې پاتې خبرې به پر خپل وخت پیل شي

خبریال وېبپاڼه/ د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د سولې مذاکراتي ټیمونو د دمې وروسته به د خبرو پاتې پړاوونه پر خپل وخت پیل شي.

یاد وزارت ویلي، دویم پړاو مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لري او پر خپل وخت به دا مذاکرات پیل شي.

 د سولې چارو وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي، چې افغان پلاوی دمګړی په کابل کې په مشورو بوخت دی او په بشپړ چمتووالي سره به په دویم پړاو خبرو کې برخه واخلي.

 یو شمېر سیاسي جریانونه هم پر خپل وخت د سولې دویم پړاو خبرو پر پيلېدو ټینګار کوي او وايي، چې د افغان سولې بهیر نړیواله بڼه خپله کړې او هیڅوک نه شي کولی چې په مذاکرتو کې خپل ملاحظات ولري.

طالبان پاکستان ته مشورو پسې تللي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په داسې حال کې په ټاکلې نېټه د سولې خبرو د پاتې پړاونو د پیلېدو خبر ورکوي چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال ملا برادر له یوه نهه کسیز پلاوي سره تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره په مشورو اخته دی.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې ښايي طالبان د پاکستان په فرمایش د افغان سولې او جګړې د برخلیک په اړه له پاکستانه تر راستنېدو وروسته یو نوی پیغام راوړي، ځکه دوی هر څه د پاکستان په خوښه او مشوره کوي، که د افغان جګړې په دوام کې د پاکستان ګټه وه، خو د سولې لپاره به دوی ته سپارښتنه کېږي او که د جګړې دوام یې ګټې خوندي کولې بیا نو د سولې مخ ډب کوي.

ملابرادر په پاکستان کې د نورو پټو مجلسونو ترڅنګ هلته له طالب جنګیالیو سره هم کتلي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې پاکستان کې به د دوی بشپړ خدمت کېږي او په وینا یې، دا هېواد د ټولو طالب مشرانو د درملنې او هوساینې مرکز دی.

لا معلومه نه ده چې طالبان به له پاکستانه تر راستنېدو وروسته په کومه هوا کې وي، خو تېر ته په کتو چندان د خیر تمه نه شي ترې کېدای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.