The news is by your side.

د واورې اورېدو له امله د هرات ـ غور پر لاره بند مساپر وژغورل شول

خبریال وېبپاڼه/ له تېرو دوو ورځو راهیسې د هرات ـ غور پر لاره د واورې اورېدو له امله تر ۱۵۰ زیات مساپر، چې ښځې او ماشومان پکې شامل و، بند پاتې او له مرګ سر لاس او ګریوان وو.

اوس تازه د ټولګټو وزارت خبر ورکړ چې د غور – هرات لار یې بېرته د مساپرو په مخ خلاصه کړه او هلته بند پاتې مساپر وژغورل شول.

تر پرون پورې یو شمېر مساپر د یادې لویې لارې په «بند بایان» سیمه کې د واورې ورېدو او توپان له کبله بند پاتې وو او غوښتنه یې کوله، چې که دولت ورسره همکاري ونه کړي او یاده لویه لاره پاکه نه کړي، د زیاتې یخنۍ له امله به مړه شي.

دغه مسافران وايي، له تېرو درې شپو او ورځو راهیسې پر دې لارې روان وو، خو د واورې ورېدو او لارو بندوالي له کبله تر پرونه غور ته نه وو دي رسېدلي.

د ټولګټو وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس وايي، چې د فواید عامې وزارت له امر سره سم لار د تېرې ورځې ماسپيښين تر دوو بجو خلاصه شوه او اوس په دې لویه لار باندې موټر تګ راتګ کوي.

د واورې د اورېدو له امله هر کال د هېواد یو شمېر لویې لارې لکه؛ کابل ـ کندهار، کابل ـ مزار، کابل ـ پکتیا او یو شمېر نورې تړلې وي، چې ډېری وخت پکې مساپرو له ډېرې یخنی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سړکونو خرابولی، د لویو لارو کیفیت ته پام نه کول، د دولت نه پاملرنه، د ټولګټو وزارت لخوا ځنډنی اقدام او یو شمېر نور مسایل پر لویو لارو د مساپرو د سرګردانۍ او لالهاندۍ عمده عوامل دي.

بل خوا که څه هم یو شمېر لویې لارې په وروستیو کلونو کې پخې شوې دي، خو د کیفیت د خرابولي له امله سړکونه د اوبو په لښتیو بدل شوي او د ژمي په موسم کې ټول یخی وي، چې هیڅ ډول موټر په اسانه تګ راتګ پرې نه شي کولای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.