The news is by your side.

پاکستان بیا د سوداګرۍ برخه کې افغانستان سره درواغجنې ژمنې کړې

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان یو ځل بیا افغانستان سره سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د میوو د صادارتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه کړې ده.

 د صادراتو او وارداتو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرازق داوود وايي پاکستان اړ دی چې په بېلو موسمونو کې د سیمې هېوادونو په تېره اندونیزیا، ایران او افغانستان ته خپلې مېوې صادرې کړي.

 دده په خبره له یادو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی څو د میوو د صادراتو په برخه کې ځانګړې اسانتیاوې رامنځ ته شي او په دې توګه کروندګر او سوداګر زیانمن نه شي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ددوی د ناسمو سیاستونو له امله هر کال د افغانستان زرګونه ټنه مېوه بهرنیو هېوادونو ته نه صادرېږي او پاکستانی حکومت په لارو او بندرونو کې ستونزې ورته جوړوي. سره له دې چې افغان حکومت په ځلونو د ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي خو پاکستاني لوري یې پر ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی.

ظاهرً پاکستان له افغانستان سره د دوستانه اړیکو د درلودلو هیله څرګندوي، خو په باطن کې پر افغان خاوره د بدبختۍ لوی عامل همدا هېواد دی چې له سوداګرۍ نیولې، بیا تر بل هر څه یې دلته له له بحران سره مخ کړي دي.

 د طالب په لاس یې دلته ناروا جګړه روانه هم کړې او له امله یې د وینو ویالې بهېږي او د هېواد تر ټولو زیاته بودجه په جګړه مصرفېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.