The news is by your side.

عبدالله وايي، د سولې خبرې دې د ځای ټاکلو پر سر نه ځنډېږي

خبریال وېبپاڼه/ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله وايي، چې سولې ته رسېدل د ټولو هیله ده او دغه خبرې دې د ځای ټاکلو پر سر نه ځنډېږي.

هغه د ملي مصالحې عالي شورا په دویمه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې ټول افغانان د سولې تږي دي او ددې ملاتړي دي چې مذاکرات باید بېرته د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې پيل شي او خبرې دې د جګړو د ختمېدو سبب شي.

هغه زیاته کړه چې د ملي مصالحې عالي شورا پر اوږو یو دروند مسوولیت دی او هغه هم دا چې باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې هم ویلي و، چې افغان حکومت او طالبان دې دلته یا هلته د سولې خبرو د ترسره کولو په بهانه نور د سولې پروسه نه ځنډوي.

د ولسي جرګې غړیو ویلي وو، چې ښايي د سولې خبرو کې شل ورځنۍ دمه د پاتې پړاوونه لپاره د ځای ټاکلو په بهانه نوره هم وغځېږي، چې یو غیرمعقول کار دی.

یوه اوونۍ مخکې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح وړمه ورځ کندهار کې په خپلې وينا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د بهرنيو هېوادونو پر ځای دې په کور  دننه د سولې خبرې تر سره کړي.

له امرالله صالح وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، په خپله ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی وو، چې د سولې خبرو دویم پړاو دې افغانستان کې ترسره شي.

طالبان څه وايي؟

 د طالبانو وياند نعيم وردګ بیا ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي او په وینا یې، افغان ولس ته سوله سپيڅلي ده او دا چې د دوی مخالف لوری په افغانستان کې د سولې خبرو په تر سره کولو ټېنګار کوي، د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړلو او بهانې کول دي. ويم پړاو دې افغانستان کې تر سره کړي.

طالبان ولې افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي؟

دا چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي تر شا یې دوه لاملونه شتون لري؛ يو دا چې د طالبانو لاسونه د افغانستان د خلکو پر وينو ککړ دي او بل یې دا چې که چېرې دوی په افغانستان کې د سولې خبرې پيل کړي بيا نه شي کولی، چې له خپلو بهرنيو ملاتړو سره سلا – مشورې وکړي؛ خو طالبان بیا وايي، چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون لري او دا په دې معنا نه شي کېدلی چې افغانستان کې د سولې خبرې به د بهرنيانو له لاس وهنو خالي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.