The news is by your side.

حامد کرزی؛ سولې ته بېړه لرو

حامد کرزی؛ سولې ته بېړه لرو
خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې دوی سولې ته بېړه لري او سوله بايد په ترټولو لنډه ممکن وخت کې د افغانانو کورته راورسیږي.

کرزی وايي افغانستان نور د جګړو د زغم توان نلري او پکار ده چې سوله ترټولو ژر او په لنډ وخت کې په افغانستان کې قايمه شي، د کرزي په وينا چې سولې ته اړتيا بېړنۍ ده او بايد نور ځنډ ونشي.

د سولې په هکله د بېړې خبرې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې کوي چې څو کاله وړاندې کله چې دی د افغانستان ولسمشر و پخپله يې ددحې د دفتر مخالفت وکړ او په څو سمبوليکو شيانو د نه جوړښت له کبله يې د سولې پروسه بنده کړه.

له هغه وخت راهيسږ چې ښاغلي کرزي د طالبانو سره د سولې خبرې په دوحه کې په موجودو شرايطو کې مناسبې ونه بللې تراوسه تر ۵۰ زرو زياتو افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په زرګونو عام افغانان په شهادت رسېدلي او په زرګونو طالبان وژل شوي دي.

د ښاغلي کرزي د پخواني دريځ سره سره د هغه ننۍ خبره خريداران لري، افغانستان په یو حساس وضعيت کې دی او يوازې سوله کولی شي چې افغانستان ددې حالت څخه د ثبات حالت ته ورسوي، سوله مو په ريښتیا هم بېړنۍ اړتيا ده خو کاش چې هر حاکم پخپل وخت کې سوله بېړنۍ اړتيا ګڼلې وی نن به دا اړتیا پوره وه او نور به يوه اړتیا نه بلل کېده.

د سولې په خبرو کې اوس ددواړو لوريو لخوا په طرزالعمل باندې توافق شوی دی خو اصلي بحثونه لا پاتې دي، ترټولو مهم بحثونه به اوس پيل کېږي او دا بحثونه او پايلې به يې د افغانستان لپاره سرنوشت ټاکونکی وي.

ترټولو مهم بحث به د حکومت بحث وي، چې حکومت څه ډول وي څوک پکې څومره برخه ولري او د حکومت مشران څه ډول وټاکل شي، لکه څنګه چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی سولې ته بیړنۍ اړتیا لري او يا سوله د افغانستان عاجله اړتیا بولي همداسې طالبان چوکۍ ته رسېدل خپله بېړنۍ اړتيا بولي.

خو غني هم بل چانس نلري
د حکومت مشران هم بل چانس نلري، دوی وايي که دا چوکۍ یې دا ځل له لاسه ووته نو بيا يې ترلاسه کول ګران دي، له همدې کبله په هېڅ قیمت دداسې يوې سولې لپاره تياري نه ښيي چې قیمت یې ددوی چوکۍ وي، د بلې خوا بیا طالبان هم خپله دومره جګړه عبث نه ګڼي او چې چوکۍ پکې نه وي جګړه نه پرېږدي البته طالبانو د چوکۍ غوښتنه د اسلامي نظام تر پرده لاندې پته کړې ده او حکومتي مشرانو د دیموکراسۍ تر نامه لاندې.

خو نه خو افغانانو تر حاکمیت لاندې اسلامي نظام وليد او نه يې هم د اوسنیو حکومتي مشرانو تر واک لاندې ډيموکراسي، د طالبانو په اسلامي نظام کې خلک ددوی د غلامانو څخه عبارت دی چېرته یې چې زړه وي خلک لومړی سپکوي وهي یې په اخر کې بيا د جرم د ثبوت په هکله خبرې کوي او په حکومت کې د ډيموکراسۍ حال وینو چې هره ورځ په رڼا ورځ څومره وژل کېږو‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.