The news is by your side.

پښتون ژغورنې غورځنګ خیبر کې د سترې غونډې تابیا نیولې

خبریال وېبپاڼه/ ټاکل شوې ده چې د پښتو ژغورنې غورځنګ لخوا سبا یکشنبه په خیبر کې ستره ولسي غونډه ترسره شي.

دې غونډې ته له دوو اوونيو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري چمتووالی روان و او په پام کې ده چې د پښتونخوا، قبايلو او بلوچستان زرګونه پښتانه او د غورځنګ مخکښان او غړي پکې ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، په دغه غونډه کې د ګډون په موخه خيبر ته له پرون راهيسې له بېلابېلو سيمو د خلکو او فعالانو راتګ پيل شوی چې په خبره يې ښايي نن او سبا هم دوام وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په ګډون د دغه غورځنګ ډېری مخکښ غړي هم خيبر ته رسېدلي او دامهال د غونډې لپاره د چمتووالي روانې چارې له نږدې څاري.

د خيبر دغه لويه غونډه د همدې مياشتې په ۶مه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په کراچۍ کې د جوړې شوې غونډې پرمهال اعلان شوه.

د خبير دا لويه ولسي غونډه داسې مهال ترسره کېږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير په ګډون د دغه غورځنګ يو شمېر غړي تازه د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوي دی.

د علي وزیر کورنۍ اندېښنه ښودلې وه، چې د هغه ژوند ته خطر پېښ دی او پاکستانی حکومت غواړي په یو ډول هغه ته د مرګ دسیسه جوړه کړي.

 د خیبر په غونډه کې به د علي وزير او نورو نيول شويو فعالانو د خلاصون، د پښتنو هدفي وژنو، له دوی سره د پاکستاني پوځيانو پر زور زياتي او دغه راز د پښتنو پر کاروباري وضعيت خبرې وشي.

پښتو ژغورنې غورځنګ وار وار پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې تر هغوی به خپله مبارزه ونه دروي تر څو چې د دوی مشروع غوښتنې نه وي منل شوې.

د دغه غورځنګ پلویان هم په لر او بر کې د پاکستاني حکومت پر ضد وخت ناوخته غونډې جوړوي او د پښتنو اساسي غوښتنې شریکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.