The news is by your side.

زما بدن، زما خوښه» پاکستانیان غواړي بربنډ وګرځي»

خبریال وېبپاڼه/ له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د انصاف ګوند غړیو، چې اوسمهال د پاکستان حکومت د دوی په لاس کې دی او عمران خان یې مشري کوي، د «زما بدن، زما خوښه» تر شعار لاندې یو پراخ لاریون پیل کړی او غواړي د بربنډ ګرځېدو حق ترلاسه کړي.
تر اوسه د پاکستان په لویو ښارونو لاهور، اسلام اباد او کراچۍ کې یاد لاریون روان دی، چې ګډونوال یې د پوهنتونونو ښځینه زده کړیالانې، نڅاګرې او د پاکستان د انصاف ګوند غړي دي.

د «زما بدن، زما خوښه» لاریون ګډونوال سړکونو ته بربنډ راوځي او د عامو خلکو مخ کې د بدن ځانګړي غړي نندارې ته وړاندې کوي او د پاکستان د لویو ښارونو پولیس هره ورځ ورسره لاس او ګرېوان وي؛ خو د نوموړي حرکت مخنیوی کې پاتې راغلي دي.

دا چې حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې په یوه اسلامي هېواد کې د دغه لاریون او نامشروع غوښتنو مخه ونیسي، خلک شکمن دي، چې دا حرکت د پاکستان د حکومت پر خوښه پيل دی.
اکمل الغاری د نوموړي حرکت یو تن غړی او د پاکستان د انصاف ګوند د سکهر ښار مشر دی، هغه د اسلام اباد په ښار کې له خپلې ملګرې سره موټر کې بربنډ ناست و او له فیسبوک یې لایف خپور کړ.

الغاري خلکو ته وویل، چې له خپلې ښځې سره په ښار کې بربنډ و نه شې ګرځېدی؛ نو دا به څه ژوند او څه ازادي وي؟
همدارنګه تېره ورځ د بربنډې ګرځېدا له حرکت سره یو تن د منځنی زده کړو لرونکی مذهبي شخص هم یو ځای شوی و، چې پر موټرسایکل یې د ښار منځ کې بربنډ سفر کولو او د پولیسو لخوا تعقیبېده. صوفي د کېمرې پر وړاندې بربنډ ولاړ و او ویې ویل، چې ازاد پيدا شوی یم او ازاد ژوند کول غواړم له همدې کبله بربنډ ګرځم.
د بربنډې ګرځېدا د ټولنیز حرکت پر وړاندې د پاکستان د دیني عالمانو او توندلارو چوپتیا د حیرانتیا وړ ده، ځکه پاکستان د اسلام د ټېکه دارۍ دعوې کوي اوس بیا څنګه پکې دا ډول لاریون ترسره شي.
خلکو ته هم په دې اړه بې شمېره پوښتنې پيدا شوې، چې د مذهبي توندلارو روزونکی پاکستان د کومې خوا ته روان دی او پر پاکستان او سیمه کې یې کومه نوې لوبه پيل کړې، چې د بربنډتوب تر کچې عام ښاریان هڅوي او خلک یې سړکونو او کوڅو ته را باسلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.