ګلبدین څنګه ناچله نوټ شو؟ عصمت قانع

خبریال وېبپاڼه – حاجي بارس ناصر به ايزبيانو ته زوبيان ويل
دانو هغه وخت وو چې دافغانستان دجهاد په مارکيټ کې اوه دکانونه چليدل او هردکان بي شميره ګيراکان او مشتريان درلودل
ترټولو لوى دکان دايزب اسلامي وو
افراطي زوبيانو يو شعار جوړ کړى وو چې په اوو دکاندارانو کې يې يوازي انجنير ته نر ويل
دوى به په غونډو کې ناري وهلي چې اوه ښځي او يو نر
انجينر ، انجينر
دانجينر دنرتوب يوه خاصه ځانګړنه داوه چې افغانان يې په خلاص مټ داسلامي جمهوريه پاکستان تر سبز هلالي بيرغ لاندي بې اختني او پوښتني وژلاى شواى
ايزب به دضياالحق له ځولۍ څخه پنځوس روپۍ اخيستي او دانورو شپږو ښځو به هم پنځوس روپۍ استحقاق درلود
خو دډاکتر نجيب تر سقوط وروسته انجينر په ناببره ډول دريم مخلوق شو ياني نه نر شو او نه ښځه
قدرت په غير منتظره ډول دشوراى نظار پر اوږو ور غورځار شو .
يوه پاکستاني کالميست ارشاد احمد حقاني ته مې وويل .
ولي مو په کابل کې دشوراى نظار پر اوږو داقتدار شال ور غورځار کړويل يې
مجهي لګتاهي که افغان يونټي کې تقسيم بالادست قوتون کا خواهش هي
زه خو داسي فکر کوم چې حاکم قوتونه دافغانستان اتحاد له مينځه وړي
ايزب په صفر کې ضرب شو او انجينر دتهران دوشنبي ، لاهور او شمشتو سوالګر شو
اوس يې بيا انجينر ته مفلر ورتړلى دى او غواړي پښتانه پري راټول کړي .
خو داځل پښتون ليساني تفريق ته تن نه ورکوي .
دهزاره افغان له حاکميت سره متفق دى خو دپښتون انجينرارګستر ته پنجابى رقص نه کوي
موږ دافغانستان پر وحدت معامله له کفر سره مترادفه ګناه ګڼو.
لیکوال: عصمت قانع

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More