The news is by your side.

ايران ته بل ګوزار، عراق شیعه وسله والې ډلې ځپي

ايران ته بل ګوزار، عراق شیعه وسله والې ډلې ځپي

خبريال وېبپاڼه/ مصطفی کاظمي د عراق اصلاح طلب صدراعظم وايي حکومت یې په دې هېواد کې د وسله والو ملېشو په وړاندې عملياتو ته چمتو دی.

د عراق صدراعظم په داسې حال کې د ملېشو په وړاندې د عملياتو او تقابل خبره کوي چې په عراق کې بيا د امريکا او ايران تقابل په زياتېدو دی.

په عراق کې د ايران له پلوه تمويل کېدونکې شيعه ملېشې شتون لري چې د‌داعش سره د مبارزې په نوم جوړې شوې دي خو په اصل کې په سيمه او عراق کې د ايران په خوښه فعالیت کوي او د ايران ګټې ساتي.

د امريکا اخطار او د عراق تياري
عراق داسې یو هېواد دی چې د ايران نفوذ پکې زيات دی، د بلې خوا بيا په عراق کې امريکايي عسکر شتون او امريکا د ايران په وړاندې د خپل فعالیتونه د همدې ګاونډيو هېوادونو څخه تنظيموي.

څو مياشتې وړاندې امريکا په عراق کې د ايران د سپاه پاسداران ترټولو مهم او لوی مشر قاسم سلیماني وواژه چې دې پېښې عراق بيا د امريکا ا ايران ترمنځ د جنجال ډګر جوړ کړ.

د يوې خوا عراق په امریکا نيوکه وکړه چې ددوی د ملي حاکمیت خلاف حرکت کوي د بلې خوا ايران بیا د انتقام په پار په عراق کې په ځينو امريکايي قرارګاوو توغوندي وويشتل چې هېڅ ډول ځاني تلفات یې نه درلودل.

اوس چې تازه د ايران يو ستر اتومی پوه په تهران کې ووژل شو ایران د ملامتيا ګوته اسرايلو او امريکا ته ګوته ونیوه، پرون په سوریه کې بيا اسرایلي الوتکو او د سمندر څخه امريکايي بېړيو ايراني اهداف په نښه کړل او څو ايراني وسله وال یې ووژل.

ددې پېښو په غبرګون کې په عراق کې په څو ډيپلوماتيکو سيمو باندې تېره شپه بريدونه وشول چې عراقي ځواکونو یې دوه تنه ژوندي ونيول کومو چې د ايران د ملاتړه برخمنې شیعه ډلې سره تړاو درلود.

ددې برید سره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ايران غږ وکړ چې که په عراق کې يو امريکايی هم ووژل شي مسول به یې ايران وي.

عراق به خپله پریکړه کوي
په داسې حال کې چې نور عراق د امريکا او ايران د تقابل په ګرم مرکز بدلېدونکی دی د عراق صدراعظم نن ښار ته راوتلی و، د ځینو دیپلوماتیکو ساحو څخه يې ليدنه وکړه او ویې ويل چې عراق تيار دی د هغه ملېشو په وړاندې اقدام وکړي چې په دې هېواد کې د ناکراريو سبب کېږي.

ښکاري داسې چې په ايران باندې نورې ټولې لارې بندېږي، عراق چې ايران د خپل لاس لاندې هېواد باله اوس ددې هېواد له لاسه په وتلو دی، په سيمه کې ایران د يوې تباه کوونکې تنهایی سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.