The news is by your side.

د کونړ په ځنګلونو بیا پاکستانۍ بلا ګډه شوې

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم تر یو حده د کونړ لرګو د قاچاق مخه نیول شوې وه، خو اوس بیا پاکستان ته د دغو لرګیو قاچاق زور اخیستی او خلک حکومت په دې برخه کې په بې غورۍ تورنوي او وايي، چې څومره لازمه وه، حکومت په هغه اندازه دغې موضوع ته پاملرنه نه ده کړې.

د کونړ څو تنو اوسېدونکو خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې پخوا به دغه لرګي د ننګرهار لخوا په پټو او ښکاره لارو پاکستان او نورو ولایتونو ته قاچاق کېدل او مسوولین به ورسره شریک وو، خو وايي چې اوس د لرګیو قاچاق وړونکو په سیند کې د اوبو په وسیله او په غرونو کې د کچرو په مرسته د لرګیو قاچاق ته مخه کړې.

دوی پر حکومت غږ کوي چې په وچه او اوبو او ټولو قاچاقي لارو کې د دغه قاچاق مخه ونیسي.

د دوی په خبره، اوس قاچاقبر له شلو تر پنځوسو سلیپر یو ځای تړي او په اوبو کې يې خوشې کوي، لکه کېتۍ روان وي، دوی ورپسې په موټر او یا ټوپانو سپاره وي، بیا یې له اوبو اوباسي او نورو ځایونو ته يې په موټرو کې رسوي او یا یې په کچرو باروي او د غرونو له لارې یې پاکستان او نورو سیمو ته انتقالوي.

دوی دغه راز د کونړ پر والي هم تور لګوي چې د لرګو په قاچاق کې لاس لري او په عمومي لاره یې د تېلو په ټانکر کې څو څو ځله دغه لرګي جلال اباد ښار ته انتقال کړي دي.

خو د کونړ والي محمداقبال سعید خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د کونړ لرګو په اړه پر ده لګول شوي تورونه رد کړل، خو دا یې ومنله چې دغه لرګي د سیند او غرونو له لارې پاکستان او نورو ولایتونو ته انتقالېږي او زیاتوي چې دوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د قاچاق مخه نیولې ده.

هغه زیاتوي چې د غرونو له لارې کوم لرګي وړل کېږي، هلته ټول طالبانو تسلط لري او دولت نه شي کولای چې هغه لارې بندې کړي، ځکه خو د قاچاق مخه نه ده نیول شوې.

د والي په خبره، کله چې امنیتي ځواکونه د دغه قاچاق د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي، قاچاق وړونکي بیا په بدیله لار فکر کوي او د سیند له لارې او یا د غرونو له لارې هلته چې د دولت کنټرول نشته، قاچاق کوي.
د کونړ ځنګلونه د افغانستان ملي پانګه او ددې پانګې څخه هغسې ګټه نه ده اخیستل شوې چې باید ترې اخیستل شوی وای او د وطن په ابادی او سرلوړی کې یې خپله برخه لرلی، خو له بده مرغه دغه لرګي اوس هم پاکستان ته قاچاق کېږي.
د کونړ چارتراش په پاکستان کې پالش کېږي او له پالش وروسته په سلوري پوښونو کې ځای په ځای کېږي او بیا د پاکستان په نوم اروپایي هېوادونو ته صادرېږي. د کونړ لرګي د خپل ښه کیفیت له امله لوټېږي او تالاکېږي، پاکستان کې د پالش څخه وروسته ددې لرګیو قیمت دومره لوړ وي چې عادي پاکستانیان یې پیرلی نه شي او بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

حکومت باید په ټول توان د دغو لرګیو د قاچاق مخه ونیسي، مفسد هېواد پاکستان له یوې خوا کونړ باندې راکټي بریدونه کوي او له بلې خوا یې د لرګو قاچاق ته ملا تړلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.