The news is by your side.

ولې طالبان د مذاکراتو د جریان له رسنيز کېدو وېره لري؟

خبريال وېبپاڼه/ په دوحه کې بين الافغاني خبرو زيات وخت ونيوه، افغان ملت ددې تږی و چې ژر تر ژره دواړه لوري سره جوړ شي او يو اوربند اعلان کړي ترڅو روانه ورور وژنه پای ته ورسېږي او بلاخره دا غم ځپلی ملت لږ د خوشحالۍ مخ وويني.

له همدې کبله د خلکو تمه دا وه چې ژر ژر د بين الافغاني خبرو د پرمختګ او حالاتو څخه خبر شي، خو د افغانستان د حکومت له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزی وايي چې دوی د طالبانو سره په دې مسله توافق کړی دی چې مخکې تر هر اړخیز توافق به د رسنیو سره د مذاکراتو د جريان په هکله معلومات نه شريکوي.

ولې طالبان د خلکو سره جريان شريکول نه غواړي
مخکې له توافق څخه د رسنیو سره د معلوماتو نه شريکول که څه هم د حکومت له لوري تاييد شوي دي خو ښکاري داسې چې طالبان په دې مسله کې ډېر حساس دي، ځکه تېر ځل چې کومې خبرې رسنيو ته راووتلې طالبانو په دې هکله خپله نا رضايتي اعلان کړه.

طالبان د خپل دې کار يو سبب دا ښيي چې که د مذاکراتو له جريان څخه مخکې له توافق نه معلومات داسې رسنيز شي نو کېدی شي ځینې بد نيته کرۍ ورڅخه ناوړه استفاده وکړي‌.

داسې فکر هم کېږي چې طالبان دې نه غواړي دا مسلې رسنیزې شي ځکه ځینې مسلې داسې دي چې دوی په افغان هيئت يې ومني او په دې جريان کې ځان د خلکو او نړيوالو د غبرګونونو څخه تر یوې اندازې وساتي.

مشورو ته به اړتيا زیاته وي
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او اوس د مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزی وايي د مذاکراتو په جريان کې به مشورو ته اړتيا زیاته وي ځکه دوی په دې مرحله کې په جدي مسلو بحث کوي او ددې مسلو پايله منل او يا رد کول به حتماً سلا مشورو ته اړتيا ولري.

د ستانکزي په خبره چې ددې مرحلې خبرې به ګڼې ستونزې ولري خو دوی ژمن دي چې د سولې د راتلو لپاره د زياتې حوصلې څخه کار واخلي ترڅو د مذاکراتو څخه يوه پايله ترلاسه کړی سي.

په دوحه کې دواړو لورو له لوري مذاکرات د شلو ورځو لپاره ځنډول شوي دي او تمه ده چې لس ورځې وروسته دا مذاکرات د پاتې ځای څخه پيل شي او دواړه لوري د سولې په هکله خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

په ښکاره دواړه لوري ادعا کوي چې د روانې جګړې د حل يوازنۍ لاره خبرې اترې دي خو تراوسه هم د امتیاز او يا نورو موخو لپاره جګړه روانه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.